۸صبح، کابل: یو شمېر هېوادوال وایي چې د روان کال د نوروز جشن د تېر پرتله پيکه شوی او د طالبانو محدودیتونو د دې لامل شوی چې دا لرغونی او تاریخي جشن د پخوا په څېر ونه نمانځل شي.
سرچینو شنبه د وري پر لومړۍ له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې محدودیتونو، بېوزلۍ او اقتصادي او ټولنیزو ستونزو د نوروز فضا اغېزمنه کړې ده.
د سرچینو په وینا، د طالبانو تر بیا واکمنېدو مخکې خلکو نوروز په ډېر شور او ځوږ نمانځه او دا ورځ له بېلابېلو کلتوري مراسمو، موسیقۍ، شعر ویلو او د کورنیو له لیدنو سره مله وه، خو اوس دا خوښي تر ډېره پيکه شوې ده.
طالبانو له واکمنېدو وروسته نوروز د رسمي رخصتیو له نوملړه لېرې کړی او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په قانون کې یې د دې جشن نمانځل منع اعلان کړي دي.
یو شمېر هېوادوال پر دې باور دي چې د دا ډول محدودیتونو دوام کولای شي په افغانستان کې د نوروز دودونه او تاریخي کلتور له منځه یوسي او راتلونکي نسلونه د دغو مراسمو د پېژندنې او تجربې له فرصته بېبرخې کړي.
ځینو کورنیو ویلي چې که څه هم دا مراسم لا هم په کمرنګه بڼه د خلکو ترمنځ ترسره کېږي، خو د پخوا خوښي او رنګیني پکې نه تر سترګو کېږي او ډېری خلک غوره ګڼي چې نوروز په ارامه فضا او د کورنۍ په محدوده اډانه کې ونمانځي.





