اوچا: په ۲۰۲۲کال کې په سیمه‌ییزو تعلیمي ټولګیو کې د نجونو شمولیت دوه برابره شوی و

۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشری چارو همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان کړی، چې په سیمه‌ییزو ښوونیزو ټولګیو کې د نجونو د شمولیت کچه، د وړم کال په پرتله دوه برابره شوې ده.

د یکشنبې په ورځ، (کب ۲۹ ) اوچا د افغان ماشومانو لپاره د (ورلډ ویژن) له ۲۰۲۱ کال له اکتوبره تر ۲۰۲۲ کال پورې یوکلن راپور خپور کړ.

د دغه راپور له مخې، په ياده موده کې په سيمه ييزو ښوونيزو ادارو کې د شاملو نجونو شمېر له ۵ زره  ۸۳۳ څخه ۱۱ زره ۱۶۱تنو ته لوړ شوی دی.

اوچا دا هم وويل، چې په پوښښ لاندې سيمو کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى له ٢٤،٥ څخه تر ٥٩ سلنې پورې لوړ شوى. په ورته وخت کې د روزل شوو مذهبي مشرانو له خوا د ماشومانو د جبري ودونو د ١٣ پېښو مخه نيول شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر ټینګار کړی، چې (ورلډ ویژن افغانستان) په ۲۰۲۳ کال کې، د خپلې درې کلنې ستراتیژۍ پلي کول پیل کړي، چې پر اساس به یې په نښه شویو سیمو کې ۲،۳ میلیونه کسان تر پوښښ لاندې راشي.

اوچا په داسې حال کې په سیمه ییزو ښوونیزو ټولګیو کې د نجونو د شمولیت د زیاتوالي اعلان وکړ چې طالبانو له افغان نجونو د زده کړو حق اخیستی دی.

Back to top button