۸صبح، کابل: افغانستان کې د ملګروملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) وایي، چې په هېواد کې د ۲۸ میلیونو اړمنو کسانو له ډلې ۲۳ میلیونه یې لومړیتوب لري.
اوچا دا مطلب د سه شنبه د سلواغې پر ۲۵ نېټه په یوه ټویټ کې خپور کړی.
دغه سازمان زیاته کړې، چې اوچا یوازې دا چاره هغه وخت پرمخ بېولی شي، چې پوره بودیجه ولري.
اوچا افغانستان ته د بشري مرستو رسولو لپاره د ۴.۶ میلیارده ډالرو غوښتنه کړی ده.
دغه بنسټ له هېوادونو غوښتي، چې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د ملګروملتونو غوښتنې ته ځواب ووايي.
د یادونې وړ ده چې، په افغانستان کې د طالبانو له راتګ وروسته مرستندویه بنسټونو تل په هېواد کې د ناوړه بشري وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی.