اوچا: د ملګروملتونو سازمان د افغان مېرمنو د ظرفیتونو د لوړولو لپاره کار کوي

۸صبح، کابل: د ملګروملتونو سازمان د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې د ملګروملتونو سازمان او شریکان یې په مالي برخه کې د افغان ښځو د توانمنيو د لوړولو په موخه د اقتصادي فرصتونو د برابرولو لپاره کار کوي.
په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر چهارشنبې د لیندۍ په دوهمه د یوه ټویټ په خپرولو سره ویلي چې افغانان په تېره ښځې او ماشومان سخت ژمی په مخکې لري.
اوچا لیکلي چې د افغانستان میلیونونه وګړي په تېره بیا ښځې هڅه کوي چې له اقتصادي ناورین سره مقابله وکړي او د کورنیو اساسي اړتیاوې برابرې کړي.
دغه بنسټ تېره ورځ هم ویلي و چې افغان کورنۍ په اوسني وخت کې له سختې یخنۍ سره مخ دي.