د ژمي په رارسېدو سره په کندهار کې د خلکو اندېښنې زیاتې شوې دي. هغوي وايي، له یوې خوا کار روزګار نه شته او له بل لوري د سون توکو بیې لوړې شوې دي. وضعیت ته په کتو د کندهار ولایتي اداره هڅه کوي، څو ښار کې د بیو د کنټرول په موخه نرخنامه جوړه کړي، خو د سون توکو پلورونکي بیا د ځايي ادارې دې اقدام اندېښمن کړې دي.
د کندهار اوسېدونکي وايي، له یوې خوا کار روزګار نه شته او له بل لوري دا څو میاشتې کېږي، چې بازار کې د توکو بیې لوړې شوې دي. د کندهار ښار اوسېدونکی فیضالله وايي، دا مهال د یوه کیلو اوبلنو ګازو بیه ۸۸ افغانیو ته لوړه شوې، د تیلو بیې هم په بېساري توګه لوړې شوي او بېوزلې کورنۍ یې د پېرولو وس نه لري.
نوموړی وايي، مرکزي او ځايي اداره دې د بیو د کنترول په موخه اقدام وکړي او د توکو د بیو ټاکلو کې دې لاس په کار شي.
د دغه ولایت یو بل اوسېدونکی عبدالرحمن هم ورته اندېښنه لري او وايي، په پخواني دولت کې به سوداګرو پلمې کولې او ویل به یې لارو کې پرې ډېر مصرف راځي او د توکو بیې به یې لوړولې، خو اوسمهال یې چې مصرف کم شوی، د توکو بیې لا لوړې کړې دي. عبدالرحمن وايي، بازار کې دولت پر هېڅ شي کنترول نه لري او هر څوک په خپله خوښه د توکو بیې ټاکي.
ورته مهال د کندهار د تېلو د اتحادیي مسوول حاجي مسعود ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، دوي د تیلو د نرخونو د ټیټوالي په موخه کابل ته راغلي او غواړي د نورو سوداګرو سره یوځای دغه ستونزو حل کړي. نوموړی وايي، فراه، هرات اونیمروز کې یې موټرونه ولاړ دي، خو د سټندر معلومولو کمیټه وايي، تیل بېکیفیته دي .
حاجي مسعود یاده ستونزه مني او زیاتوي: « تیل یې پر نړیوال معیار برابر نه دي، تل یې دغه ډول تیل وارد کړي او اوس هم غواړي دغه ستونزه حل کړي، څو تیل ښارونو ته ورسیږي او بیې یې راټيټې شي.» نوموړی وايي، که بندرونو کي ستونزه حل نشي، د نرخنامو جوړول د ټولو په زیان دی.
د کندهار ولایت ښاروال مولوي حسن بیا وايي، د تېرو څو ورځو څخه د نورو ادارو سره پر دې کار کوي، څو بازار کې د نرخونو د کنترول په موخه نرخنامي جوړي کړي. دا په داسې حال کي ده، چې د کندهار، سپین بولدک او چمن لار هم تړلې ده او دې چارې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي