• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د روژې په درشل کې؛ د بې کنټروله بيو لوړوالی د کابل د اوسېدونکو ژوند ګواښي

ايليا ايليا
۱۸ سلواغه/دلو ۱۴۰۴ - ۷ فبروري ۲۰۲۶ [t_time:1770466301]
ICRC

ICRC

د روژې  میاشتې په رانږدې کېدو سره، د کابل یو شمېر اوسېدونکي د خوراکي توکو، په ځانګړې توګه د لبنیاتو، د بیو د لوړېدو په تړاو اندېښنه څرګندوي. دوی وایي چې د دغو توکو بيې د عوایدو له کمېدو او د بېکارۍ له پراخېدو سره هممهاله لوړې شوې دي او د کورنیو د پېرلو توان یې په جدي توګه راکم کړی دی. د کابل اوسېدونکي خبرداری ورکوي چې که دا وضعیت همداسې دوام وکړي، د روژې میاشت به د ډېرو خلکو لپاره له سختۍ او جدي ستونزو سره مله وي. د هغوی پر باور، پر بازار د اغېزناکې څارنې نشتوالی د دې لامل شوی چې پلورونکي په خپلسري ډول بیې لوړې کړي.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ټینګار کوي چې د روژې د میاشتې په رارسېدو سره د خوراکي توکو د بیو لوړېدو، د دې میاشتې د تېرولو په تړاو د ډېرو کورنیو هیلې پيکه کړې دي. دغه اوسېدونکي په هېواد کې له هټيوالو او سوداګرو غواړي چې د خلکو د سخت اقتصادي وضعيت په درک کولو سره له انصافه کار واخلي او د خوراکي توکو په ځانګړې توګه، د هغو توکو له خپلسري لوړولو  ډډه وکړي چې په روژې کې ډېر کارول کېږي.

د کابل یوه اوسېدونکې سکینه وایي چې د روژې میاشتې په رانږدې کېدو سره د خوراکي توکو، په ځانګړې  توګه د لبنیاتو، بیې دوه برابره شوې دي. هغه زیاتوي چې د هېواد په اوسنیو شرایطو کې چې بې وزلي او بېکاري پکې پراخه ده، د بيو دا لوړوالی پر ټیټ عاید لرونکو خلکو وروستۍ ګوزار ګڼل کېږي.

د کابل دغه اوسېدونکې زیاتوي: «تر روژې لا ۱۳ ورځې پاتې دي، خو بیې لا له اوسه لوړې شوې دي. د بېلګې په توګه، کدو چې درې ورځې مخکې یې کیلو په  ۲۵ افغانۍ و، نن ۴۵ افغانیو ته رسېدلی دی. مربا چې تل له ۱۰۰ تر ۱۲۰ افغانیو پلورل کېده، اوس ۱۸۰ تر ۱۹۰ افغانیو ته لوړه شوې ده. قیماق چې قوطی په  ۲۵ تر ۳۰ افغانیو و، اوس په ۴۰ افغانۍ شوی دی او دا حالت د سبزيجاتو په بیو کې هم لیدل کېږي.»

سکینه وایي: «بیې ډېرې لوړې شوې دي. هغه څوک چې ورځنی عاید یې ۱۰۰ افغانۍ وي، په روژې مياشت کې به څه وخوري؟ دوکانداران او سوداګر باید پر خپلو خلکو رحم وکړي، کنه هېڅوک به پر موږ رحم ونه کړي. اوړه، غوړي، وریجې او غوښه په دې بیو د اخیستو وړ نه دي،  نور خوراکي توکي خو لا پرځای پرېږده. باید بیې کنټرول شي، څو خلک وکړاي شي په دې میاشت کې د خوړلو څه ولري.»

د کابل يو بل اوسېدونکی او د طالبانو تر کنټرول لاندې د یوې ادارې کارکوونکی شمس الله وایي چې تر اوسه یې معاش نه دی ترلاسه کړی او د بیو لوړېدو اندېښمن کړی دی. هغه زیاتوي چې په دې وضعیت کې نه شي کولای خپل ورځني اړتیاوې برابرې کړي او ان د روژې د میاشتې د تېرولو توان هم نه لري.نوموړی وایي «زموږ معاش نه دی راکړل شوی، او کله چې دا بیې وینم، ډېر اندېښمن کېږم. په دې حالت کې هېڅ شی د اخیستو وړ نه دی. د کور کرایه، د اوبو او برېښنا لګښتونه او پورونه ټول زموږ پر اوږو دروند بار ګرځېدلي، او سړی حېران پاتې کېږي چې که معاش هم راشي، څه به واخلو.»

د کابل یو بل اوسېدونکی خلیل وایي چې دوکانداران باید خوراکي توکي په تخفیف وړاندې کړي څو ټول خلک د پېرلو توان ولري. هغه زیاتوي چې که پر بازار اغېزناک کنټرول وي، دا بيې به دا ډول ناڅاپی لوړې نه شي.»

د کابل دغه اوسېدونکې وایي:«موږ باید هڅه وکړو چې په دې میاشت کې بیې لږ تر لږه ثابتې پاتې شي، یا که امکان ولري، په تخفیف وړاندې شي، ځکه د خلکو اقتصادي وضعیت ډېر ضعيف دی.»

د کابل یو بل اوسېدونکی صادقخان وایي چې د هټيوالو له خوا په روژې میاشت کې خوراکي توکو د بيو لوړول  ښکاره ظلم دی او باید مخه یې ونیول شي. هغه زیاتوي: «د خوراکي توکو بیې ډېرې لوړې شوې دي، او په تېرو درې څلورو کلونو کې داسې نه وې لوړې شوې.  خلک ثابت اقتصادي وضعیت نه لري، کاروبارونه کم دي او پر ځای د دې چې بیې ټیټې شي، ورځ تر بلې لوړېږي. موږ له طالبانو غوښتنه کوو چې پر بیو او بازار کنټرول ولري، او په روژه کې خوراکي توکي د خلکو لپاره په مناسبه بيه وړاندې کړي.»

د اقتصادي چارو شنونکي وایي چې د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو اصلي لامل د هټيوالو او سوداګرو له خوا د توکو احتکار دی. دوی خبرداری ورکوي چې د بيو دا لوړوالی به د بې وزلۍ  تر کرښې لاندې کورنیو ژوند سخت کړی او یوازینی حل لاره يې پر بازارونو کلک څارنه ده.

د اقتصادي چارو يو شنونکی قطبالدین یعقوبي وایي: «په نورو هېوادونو کې د روژې په میاشت کې بیې عموماً راټيټيږي، خو په افغانستان کې برعکس دی. د دې اصلي لامل د هټيوالو او په دې برخه کې د فعالیت لرونکو کسانو د خوراکي توکو احتکار دی. د خوراکي توکو د بیو دغه لوړوالی د ډېرو خلکو ژوند چې په تر ټولو لږو خوراکي توکو سره تېریږي، لا ستونزمن کړی دی. هغه کسان چې ټیټ عاید لري او بې وزلي دي، تر ټولو ډېر زیان زيانمنېږي.»

د کابل اوسېدونکي په داسې حال کې د خوراکي توکو په برابرولو کې له خپلې بې وسۍ شکایت کوي چې د کاریټاس انټر نيشنل» بنسټ خبرداری ورکړی چې د افغانستان بشري وضعیت د نړۍ په ګڼ اړخیزو ناورينونو کېله نه پاملرنې سره مخ دی او په ځانګړې توګه ښځې تر ټولو ډېرې زيانمنېږي.

د خوړو نړيوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د افغانستان شاوخوا ۱۷ میلیونه وګړي به په ژمي کې د خوړو له سختې ما امنۍ سره مخ شي. دې ادارې ویلي چې د وریجو او غوړیو په څېر ځینې خوراکي توکي د پاکستان د وارداتو د محدودیت او له هند او بدیل لارو د لېږد د لګښتونو له امله ګران شوي دي.

د ماشومانو د ژغورنې بنسټ (Save the Children) هم ویلي چې سږ ژمی به په افغانستان کې شاوخوا ۹ میلیونه ماشومان  له  سختې لوږې سره مخ شي، چې دا شمېر د تېر کال پرتله ۱۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د خوراکي توکو د بیو لوړېدل؛ د ټیټ عاید لرونکو کورنیو دسترخوانونه لا تشېږي
راپورونه

د خوراکي توکو د بیو لوړېدل؛ د ټیټ عاید لرونکو کورنیو دسترخوانونه لا تشېږي

۱۳ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1793781093]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو د محتسبانو څار او لاسوهنه؛ د خلکو شخصي حریم او ورځنی ژوند له ګواښ سره مخ دی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په تخار کې د نشه‌يي توکو د قاچاق کوونکو او د تاجکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته؛ ۱۰ کسان وژل شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.