• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د خوراکي توکو د بیو لوړېدل؛ د ټیټ عاید لرونکو کورنیو دسترخوانونه لا تشېږي

ایلیا ایلیا
۱۳ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1793781093]

د کابل یو شمېر اوسېدونکي د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو او د ژوند د لګښتونو د زیاتېدو په تړاو اندېښنه څرګندوي. دوی وايي، په بازارونو کې د ډېرو لومړنیو توکو بیې لوړې شوې او دې وضعیت د کورنیو د پېرلو توان تر پخوا هم کم کړی دی. په همدې حال کې د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د خوراکي توکو د بیو پرله‌پسې لوړوالی او د کورنیو د پېرلو د ځواک کمېدل پراخې انساني او اقتصادي پایلې لرلای شي. د دوی په باور، د دې وضعیت دوام به په ځانګړې توګه د ټیټ عاید لرونکو کورنیو لپاره د ژوند د لومړنیو اړتیاوو پوره کول لا سخت کړي.

د کابل اوسېدونکی شکرالله د خوراکي توکو او ګازو د بیو له لوړېدو شکایت کوي. هغه وايي: «د ټولو خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي؛ نه یوازې د اوړو، بلکې د ګازو، غوړیو، وریجو، کچالو او پیازو بیې هم لوړې شوې او نږدې هر څه ګران شوي دي.»

شکیلا چې د خپلې کورنۍ د خوراکي توکو د پېرلو مسوولیت پر غاړه لري، هم د لومړنیو خوراکي توکو او اړینو توکو د بیو له لوړېدو شکایت کوي. هغه وايي: «د مکروریانونو په مارکېټونو کې پخوا د یوې بورۍ اوړو بیه له ۱۴۰۰ تر ۱۵۰۰ افغانیو وه، خو اوس ۱۶۵۰ افغانیو ته رسېدلې ده. د یوې بوشکې غوړیو بیه چې پخوا ۱۸۰۰ افغانۍ وه، اوس ۲۲۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده. دغه راز، د یومن کچالو بیه له ۲۰۰ افغانیو  ۲۵۰ افغانیو او د یو من رومیانو بیه له ۵۰ افغانیو ۱۷۰ افغانیو ته رسېدلې ده. په همدې توګه، د چایو، بورې، مکروني او ان د تشناب د کاغذ بیې هم لوړې شوې دي.»

د کابل بل اوسېدونکی رفیع وايي، د لږ عاید او د ژمي موسم د رارسېدو له امله له لا ستونزمن وضعیت سره مخ شوي دي. هغه وايي: «په ډېر سخت حالت کې یو. هره ورځ ۱۰۰ افغانۍ کارکوم او حیران پاتې یم چې په دې پیسو لومړی خوراکي توکي واخلم، ګاز برابر کړم او که لرګي. په رښتیا هم ډېر تریخ ژوند لرو.»

په همدې حال کې، د اقتصادي چارو کارپوه سیر قریشي وايي، په داسې حال کې چې د خلکو عاید ثابت پاتې دی، د خوراکي توکو د بیو لوړېدو د کورنیو پر ژوند مستقیم اغېز کړی او اقتصادي فشارونه یې پرې زیات کړي دي. د هغه په وینا، هغه کورنۍ چې پخوا یې هم د ژوند لګښتونه په سختۍ پوره کول، اوس اړ دي چې د خوراکي توکو پېرلو، د کور کرایې ورکولو او د درملو او درملنې د لګښتونو ترمنځ یوه ته لومړیتوب ورکړي؛ هغه وضعیت چې په ځانګړې توګه یې ټیټ عاید لرونکې کورنۍ له جدي ستونزو سره مخ کړې دي.

دغه د اقتصادي چارو کارپوه وايي: «ان د خوراکي توکو، لکه اوړو، غوړیو او وریجو، په بیو کې لږ لوړوالی هم پر کورنیو ډېر فشار راولي او هغوی اړ کوي چې لا ډېرې سپما ته مخه کړي. خو که د کورنیو عاید بسنه ونه کړي، یوازې سپما کول نه شي کولای د دوی د ژوند ستونزې هوارې کړي او باید تمه ونه شي چې خلک به د لګښتونو په کمولو سره د اوږدې مودې لپاره دا وضعیت وزغملای شي. له همدې امله، د بېړنیو او هدفي مرستو برابرول او دغه راز د خوراکي توکو د لېږد او وېش پر وړاندې د خنډونو لېرې کول جدي اقداماتو ته اړتیا لري.»

د افغانستان د اقتصادي چارو کارپوه مقصود (مستعار نوم)، چې د امنیتي اندېښنو له امله نه غواړي خپل اصلي نوم یې په راپور کې خپور شي، خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د خوراکي توکو د بیو پرله‌پسې لوړوالی او د کورنیو د پېرلو د ځواک کمېدل، جدي انساني او اقتصادي پایلې لري. د هغه په وینا، دغه وضعیت په ځانګړې توګه ماشومان او ښځې د خوارځواکۍ، د بدن د دفاعي سیسټم د کمزوري کېدو او پر ناروغیو د اخته کېدو له خطر سره مخ کوي.

د اقتصادي چارو دغه کارپوه وايي: «کورنۍ د لږ تر لږه خوراکي توکو د برابرولو لپاره اړ کېږي چې خپلې شتمنۍ وپلوري، خپل ماشومان له ښوونځیو وباسي او کار کولو ته یې ولېږي یا خپلې لوڼې په کم عمر کې واده کړي. دغه وضعیت د رواني فشارونو، جبري کډوالۍ او ټولنیزو زیانونو د زیاتېدو لامل هم کېږي.»

مقصود زیاتوي: «د زیانمنو کورنیو د ملاتړ لپاره په عملي لارو چارو کې د بشري مرستو پراختیا، د نړیوالو بنسټونو له خوا د خوراکي توکو د بستو او نغدي مرستو وېشلو، د بیو څارنې، د توکو د احتکار مخنیوي او د لومړنیو خوراکي توکو پر وارداتو د ګمرکي تعرفو کمولو ته اشاره کېدای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړیوال پروګرام د روان کال د وږي میاشتې په یوه راپور کې ویلي وو چې د افغانستان په بازارونو کې د بیو له نسبي ثبات سره سره، د ځینو لومړنیو خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو بیې لا هم د تېر کال پرتله لوړې دي .د دغه پروګرام په راپور کې راغلي چې د غنمو بیه د تېر کال پرتله ۱۳ سلنه او د نیمه‌ ګران بیه غنمو د اوړو بیه ۱۲سلنه لوړه شوې ده.

د راپور په یوه برخه کې راغلي چې د پلو او شولې د وریجو بیې هم د تېر کال پرتله په ترتیب سره ۲۲ او ۳۵ سلنه لوړې شوې دي. د دغه بنسټ په وینا، د غوړیو او بورې بیې هم د تېر کال پرتله په ترتیب سره ۱۴ او ۱۱ سلنه لوړې شوې دي.

له دې سره سره، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) پرون اعلان کړی چې د افغانستان په سویل کې لوږه او خوارځواکي مخ پر زیاتېدو ده.

دغه سازمان راپور ورکړی چې ځینې کورنۍ د خپلو ماشومانو د مړولو لپاره ځينې وختونه خپله ډوډۍ نه خوري.

اوچا زیاته کړې چې د مالي سرچینو د کمېدو له امله د هغو کورنیو شمېر کم شوی چې اړینې مرستې ترلاسه کولای شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د روژې په درشل کې؛ د بې کنټروله بيو لوړوالی د کابل د اوسېدونکو ژوند ګواښي
راپورونه

د روژې په درشل کې؛ د بې کنټروله بيو لوړوالی د کابل د اوسېدونکو ژوند ګواښي

۱۸ سلواغه/دلو ۱۴۰۴ - ۷ فبروري ۲۰۲۶ [t_time:1770466301]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو د محتسبانو څار او لاسوهنه؛ د خلکو شخصي حریم او ورځنی ژوند له ګواښ سره مخ دی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په تخار کې د نشه‌يي توکو د قاچاق کوونکو او د تاجکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته؛ ۱۰ کسان وژل شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.