کابل ته د پاکستاني پلاوي د سفر په درشل کې د پکتیا په ډنډ پټان کې خرلاچي بندر پرانیستل شو

۸صبح، کابل: په پکتیا ولایت کې خرلاچي بندر کابل ته د پاکستاني پلاوي د سفر په درشل کې او د طالبانو او پاکستان ترمنځ د مخالفت له کمښته وروسته پرانیستل شوی دی.
په پکتیا ولایت کې د طالبانو ځایي چارواکو دوشنبې د لیندۍ په اومه، له یوې اونۍ تړل کېدو وروسته ددې بندر د بېرته پرانیستو خبر ورکړی دی.
له بلې خوا، پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې ټاکل شوې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې حنا رباني کهر په مشرۍ ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی سبا، سه شنبې کابل ته سفر وکړی.
ویل کېږي چې په وروستیو اونیو کې طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د نښتو د زیاتوالي په اړه خبرې اترې ددې سفر موخه ده.
د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې خرلاچي بندر د پاکستاني پوځیانو او طالبانو ترمنځ نښتو وروسته تړل شوی و.
دا بندر په داسې حال کې پرانیستل کېږي د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې لسګونه تنو د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ وروستیو نښتو په تړاو اعتراض وکړ.
د دواړو لوریو ترمنځ وروستیو نښتو په پایله کې یو پاکستانی پوځی او یو طالب مړه او کابو لس تنه نور ټپیان شول.