نړیوالو رسنیو د روغتیا نړیوال سازمان له قوله په افریقا کې د ماربورګ وژونکي ویروس د خپرېدو خبر ورکړی دی.
ډیلي میل سه شنبه د فبرورۍ پر ۱۴راپور ورکړی، چې د روغتیا نړیوال سازمان له دغه ویروس سره د مبارزې لپاره چې هېڅ درملنه نه لري، بېړنۍ غونډه رابللې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه متخصصین راټول کړي، ترڅو د دغه وژونکي ویروس لپاره واکسین او د درملنې لارې چارې ومومي.
د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، دغه خطرناک ویروس د مرکزي افریقا یو هېواد استوایی ګیني کې ۹ کسان وژلي دي. اټکل کېږي، چې لسګونه نور کسان هم په دې ویروس اخته شوي وي.
اوسمهال د دغه ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره د ګيني په نيتم سيمه کې نړيوالې مرستندويه ډلې ځایپرځای شوې دي او کار یې پيل کړی دی.
ماربورګ په نړۍ کې یو له نادر ویروسونو څخه دی چې کله ناکله په افریقا کې څرګندیږي. په دې ویروس د اخته کسانو له سترګو وینه بهیږي او له ۸۸ او ۹۰ سلنې د مړینې خطر لري.