د ایران ولسمشر سید محمد ابراهیم رئیسي د دوشنبې په ورځ (د اپریل په۲۲مه) په درې ورځني سفر د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته ورسېد. هغه څه چې اسلام اباد ته یې د ایراني پلاوي د سفر په تړاو بحثونه راوپارول، د منځني ختیځ له کړکېچن وضعیت سره د هغه هممهاليتوب دی. دا له وروستیو کړکېچونو وروسته د رئیسي لومړنی بهرنی سفر دی، داسې چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم د دغه هېواد د نوي حکومت له جوړېدو وروسته په اسلام اباد کې د هغه حضور د یوه لوړ پوړي بهرني چارواکي لومړی سفر بللی دی. ایرانی پلاوی د کوربه له تاوده هرکلي سره مخ شو او پاکستاني لوري د پیوستون د نښې په توګه په اسلام اباد کې یو واټ د ایران په نوم ونوماوه. رئیسي د پاکستان له لومړۍ درجې ملکي او پوځي چارواکو سره وکتل او پر هغو مسایلو یې خبرې وکړې چې د دواړو لورو اړتیا وه. نوموړی لاهور ښار ته هم لاړ او د اسلامي نړۍ د مشهور مفکر اقبال لاهوري پر قبر یې د ګلونو ګېډۍ کېښوده.
دا سفر ښايي ګڼې موخې ولري، خو درېیو مهمو ته یې لاندې نغوته کیږي:
۱- د ترینګلتیا د کمولو هڅه
د روان کال په جنورۍ میاشت کې د ایران او پاکستان اړیکې په څو اوونیو کې ظاهراً ترینګلې شوې. د توغندیزو عملیاتو په پیلولو سره، سپاه پاسداران په پاکستان کې د سرحدي سیمو په ځینو برخو برید وکړ، چې د ایراني لوري په وینا، د جیش العدل ډلې پټنځایونه وو. د دغه برید په غبرګون کې اسلام اباد د ایرن په خاوره کې پر یوې سرحدي سیمې توغندیز برید وکړ. د رسنیو د راپورونو له مخې د دواړو بریدونو پایله د څو ملکیانو وژل کېدل وو. پاکستاني لوري له تهرانه خپل سفیر راوغوښت او اسلام اباد ته یې د ایران د سفیر د راتګ مخه ونیوله. البته، هرڅه ژر عادي حالت ته راستانه شول. د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسینامیرعبداللهیان له دغو غچ اخیستونکو اقداماتو وروسته اسلام اباد ته سفر وکړ او اوسنی سفر هم د څو اونیو اوږدې ترینګلتیا د پټولو یوه هڅه ده. څرنګه چې د هېوادونو پر خاوره برید یوه جدي او خطرناکه موضوع ده، نو پکار وه، چې د ایران یو لوړ پوړی چارواکی پاکستان ته ولاړ شي، ځکه چې د برید پیلوونکی و.
۲- د وضعیت عادي ښودل
په وروستیو څو میاشتو او اونیو کې په منځني ختیځ کې وضعیت خورا ترینګلی شوی دی. د غزې جګړه، د سره سمندر کړکېچ، پر امریکايي پوځي اډو پراخ بریدونه، د اسرائیلو او لبنان ترمنځ سرحدي شخړې او د تهران او تل ابیب ترمنځ وروستۍ ترینګلتیا د کړکېچ ژورتیا ښيي. که د ایران او اسراییلو غچ اخیستونکي اقدامات لږ تر لږه په اوسني حساس وخت کې په سیاسي لارو چارو سره کابو نه شي، نو سیمه د ویجاړونکي جګړې په ډنډ او څپو کې ډوبېږي، نو ډیری د ایران اسلامي جمهوریت د جګړې د یوه اړخ په توګه یادوي. رییسي غواړي پاکستان ته په سفر سره وضعیت عادي وښيي. دا په دې مانا چې هېواد یې د جګړې په حالت کې نه دی او د اسراییلو غچ اخیستونکي اقدامات د پام وړ نه دي. له دې اړخه لومړي ټکي ته په پام سره پاکستان لومړی او غوره انتخاب ګڼل کېږي.
تر ټولو مهمه دا چې اوس چې د تهران او تل ابیب تر منځ د مخامخ جګړې خطر له منځه تللی، د ډیپلوماسۍ په ډګر کې د حضور اړتیا ډېره شوې ده. د اسراییلو متحدین فعال دي او د ایران پر وړاندې د بندیزونو حجم زیاتوي. اسلامي جمهوریت هم د هیوادونو ملاتړ ته اړتیا لري څو له یوې خوا جګړې ته په لمن وهلو تورن نه شي او له بلې خوا د لوېدیځو دولتونو د بندیزونو بوج کم کړي.
۳- د ای پي ګازو نل لیکه
د ایران او پاکستان د ګازو نل لیکه چې د «سولې نل لیکې» په نوم هم یادیږي، یوه له ډیرو جنجالي پروژو ده. د هغې نوعیت او اهمیت په پام کې سره، یقینا د ښکېلو لورو د بحثونو په چورلیز کې ده. د دې پروژې مخینه ۱۹۹۴ کال ته ورګرځي. په هغه وخت کې پاکستان او هند موافقه وکړه چې د نللیکې په جوړولو سره به له ایرانه ګاز وپېري، خو نوی ډیلی په ۲۰۰۸ کال له دې پروژې په شا شو. بالاخره اسلام اباد او تهران د ۲۰۰۹ کال په جون کې یو نوی تړون لاسلیک کړ. ظاهراً ایراني لوري په خپله خاوره کې د ۹۰۰ کیلومتره اوږدې نل لیکې غځولو ژمنه پوره کړې، خو پاکستاني لوري لا دا کار نه دی کړی. که څه هم د دې نل لیکې د جوړېدو کار د ۲۰۱۳ کال په مارچ میاشت کې د پاکستان د اوسني ولسمشر اصف علي زرداري لخوا پرانېستل شو، خو نه یې دوام وموند او نه هم بشپړ شو. په داسې حال کې چې د ۲۰۱۵ کال تر لومړیو باید بشپړ شوی وای.
د دغه تړون په متن کې یادونه شوې هر لوری چې له کاره ډډه وکړي، په ورځ کې به یو میلیون ډالره جریمه کیږي. اسلام اباد له دې درکه مکلف دی چې ۱۸ میلیارده ډالره جریمه ورکړي. په ۲۰۱۵ کال کې ایران په نړیواله محکمه کې د دغو پیسو د ورکړې غوښتنه وکړه، خو وروسته یې په ۲۰۱۹ کال کې په تړون کې د بدلون راوستو له لارې دا شکایت بیرته واخیست، البته د پاکستان له لوري د دین د ادا کولو په شرط. هغه مهال ایراني لوري پاکستان ته د کار بشپړولو لپاره د ۲۰۲۴ کال تر مارچ پورې وخت ورکړی و، خو بیا هم کوم پرمختګ ونه لیدل شو. اوس یې یو ځل بیا د روان کال تر سپټمبر پورې وخت ورکړی، خو پایله یې نه ده څرګنده. د دغه تړون له مخې به اسلام اباد د ۲۵ کلونو لپاره هر کال له ایرانه ۷ میلیارده متر مکعب ګاز واردوي.
د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د پاکستان لنډمهالي حکومت د ۸۱ کیلومترو په اوږدوالي سره د نل لیکې جوړول تصویب کړل چې له ایران سره له پولې تر ګوادر بندر پورې غځول کیږي. په داسې حال کې چې پاکستان مکلف دی، له سرحدي نقطې د سند ایالت نواب شاه سیمې ته د ۷۸۱ کیلومترو په اوږدوالي سره نل لیکه وغځوي. ایراني لوري هم پاکستان ته د ۵۰۰ میلیونه ډالرو پور وړاندیز کړی و، خو ونه منل شو. د اټکل له مخې، د ۸۱ کیلومتره نلل لیکې پر جوړولو به ۴۵ میلیارده پاکستانۍ کلدارې ولګېږي چې د اسلام اباد لپاره یې برابرول بیاهم ستونزمن دي.
د ای پي ګازو د پروژې د کار په درېدو کې د نورو عواملو ترڅنګ دوه مهم عوامل ښکېل دي:
۱-۳ د امریکا متحده ایالتونه د پورتنۍ پروژې د کار مخالف دي. امریکا چې پر ایران یې بندیزونه لګولي، خپلو ملګرو او سیالانو ته اجازه نه ورکوي چې له هغه سره پراخې سوداګریزې اړیکې ولري. که څه هم واشنګټن اسلام اباد ته د نل لیکې د غځولو په برخه کې د بندیزونو په تړاو خبرداری ورکړی، خو ایرانی لوري د کار د بشپړېدو او یا د ځنډېدو له امله د رامنځته شوي تاوان غوښتنه کوي. د پاکستان د لنډمهالې کابینې لخوا د نل لیکې د یوې برخې د جوړولو د طرحې تصویبېدل د تاوان د ورکړې په تړاو د ایران د اسلامي جمهوریت د پرلپسې ټینګار له امله وو. له پرلپسې هڅو سره سره اسلام اباد نه دی توانېدلی چې د امریکا له بندیزونو معافیت ترلاسه کړي. واشنگټن د اسلام آباد د پرلپسې غوښتنو په ځواب کې داسې ځواب ورکړی دی: «موږ تل ټولو ته دا لارښوونه کوو چې له ایران سره معامله کول زموږ له بندیزونو سره د تماس او ټکر خطر لري او موږ ټولو ته سپارښتنه کوو چې په دې برخه کې ډیر احتیاط وکړي.» خو پاکستاني چارواکو په وار وار ویلي، چې امریکا باید له نورو بازارونو په لوړه بیه د ګازو د پېرلو په برخه کې د دوی د هېواد ستونزې ته پام وکړي. په داسې حال کې چې له ایرانه د ګازو برابرول د اسلام اباد لپاره خورا سپما ده او له همدې امله ورته ډېره لېوالتیا لري.
ویل کیږي چې سعودي عربستان د پاکستان د مالي تمویلوونکي په توګه له ایران سره د دغه هیواد د ګازو له پروژې ناخوښته دی. داسې ادعاوې شته چې ریاض په بېلابېلو نومونو اسلام اباد دې ته هڅولی چې له ایرانه د ګازو له پېرلو لاس واخلي. که داسې وي هم، نو دا ناخوښي د متحده ایالتونو د ناخوښۍ په کچه اغېزناکه نه ده.
۲-۳ امریکا غوره ګڼي چې د منځنۍ اسیا جمهوریتونه د سویلي اسیا بازارونو ته لاره پیدا کړي، نه د ایران اسلامي جمهوریت ته. له دې اړخه، د ټاپي نل لیکه د ای پي ګازو پروژې یوه سیاله پروژه بلل کېدای شي. ټاپي څلور هېوادونه: ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند سره نښلوي. افغانستان په دې منځ کې د نښلولو عامل دی، چې نشتوالی یې پروژه له ناکامۍ سره مخ کوي. دا پروژه به د ترکمنستان ګاز د دغه هېواد له دولت آباد سیمې د هرات، فراه، هلمند او کندهار له لارې د کوټې ښار او له هغې لارې د هند فاضلاک ته ولېږدوي. ټاپي له پخوا راهیسې د امریکا د پاملرنې وړ ده. په ۹۰ زېږدیزه لسیزه کې د یونیکال او بریډاس په نوم دوو سترو نړیوالو شرکتونو چې لومړنی یې امریکايي او دویم یې ارجنټاینی و، د ټاپۍ پر سر ګرمه سیالي لرله. ان د ۲۰۲۱ کال په مارچ میاشت کې هم ، د واشنګټن ایگزامینر په ګډون ځینو امریکايي رسنیو د جوبایډن پر ادارې نیوکه وکړه چې طالبانو ته د ټاپي پروژې د پلي کولو لپاره پیسې ورکوي؛ هغه ادعا چې د سپینې ماڼۍ چارواکو هغه مهال رد کړه. په دې ورځو کې د ټاپي پروژې د عملي کار د پیلېدو خبرې هم ګرمې دي.
وروستی ټکی دا دی چې دا سفر له امریکا د پاکستان د لېرېوالي د غوره کولو احتمال نه ښيي. په اوسني حالت کې په دې برخه کې ادعاوې له واقعیت سره لږ اړخ لګوي. اسلام اباد نه له واشنګټنه ځان لېرې کوي او نه هم د چین او ایران تر سیوري لاندې پناه اخلي. دا چې امریکا په دې ورځو کې د پخوا پرتله پاکستان ته کمه پاملرنه کوي، د افغانستان د مسألې د بې اهمیتۍ له امله ده، نه دا چې اسلام اباد د خپل سیال بلاک پر لور ښویېدلی وګڼي. دغه راز پاکستان په سویلي اسیا کې د یوه مهم هېواد په توګه حق لري چې د امریکا د نفوذ سیوري ته له پام پرته د خپلو ګټو لپاره له هر هیواد سره اړیکې ټینګې کړي. هغه څه چې امریکايي لوري هم درک کړي دي.