۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي چې په هېواد کې د طبیعي پېښو ترټولو ډېر زیان ښځو او نجونو ته رسېږي.
نوموړي بنسټ چهارشنبه د وري پر ۵مه په خپل ایکسپاڼه کې لیکلي چې ښځې او نجونې نه یوازې د طبیعي پېښو قرباني دي؛ بلکې کلیدي ځواب ویونکې هم دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه زیاتوي: «موږ په نهستړيکېدونکي ډول خپلو شریکانو سره کار کوو څو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ځوابونو مرکز کې د ښځو اړتیاوو ته رسېدنه وکړو.»
په تېرو درېيو مياشتو کې د هېواد بېلابېلې سيمې د سختو ورښتونو او سېلابونو شاهدې وې.
تر دې دمخه طالبانو اعلان کړی و چې په تېرو درېیو میاشتو کې په هېواد کې طبیعي پېښو ۱۵۱ کسان مړه او ۲۲۵ نور یې ټپیان کړي دي.
د دې ډلې د معلوماتو پر بنسټ، د دغو پېښو په پایله کې ۳ زره او ۲۹۹ څاروي له منځه تللي او ۱۵ زره او ۲۷۰ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.