۸صبح، کابل: د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې د نړیوالو قوانینو له مخې دغه هېواد حق لري، د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو تحریک پر مرکزونو برید وکړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله شنبه د مرغومي پر لسمه نېټه له اکسپرس ټيوي سره په مرکه کې ویلي، که طالبان افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک پټنځایونه له منځه یونهسي ښایي پاکستان پر دغو پټنځایونو برید وڅېړي.
هغه له طالب چارواکو غوښتي، چې د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو تحریک پټنځایونه له منځه یوسي.
د ویلو ده، چې د پاکستان دولت او د طالبانو تحریک ترمنځ له اوربند وروسته دغې ډلې د پاکستان پر بېلابېلو ښارونو بریدونه بیا پيل کړي دي.
په وروستي مورد کې د پاکستاني طالبانو تحریک اسلاماباد کې د یوه ځانمرګي برید مسوولیت پرغاړه واخیست.