که څه هم اسلامآباد په سیمه کې د طالبانو اصلي ملاتړی پېژندل کېږي، خو د طالب مشرانو او د پاکستان دولت د جګپوړیو چارواکو ترمنځ لفظي ناندرۍ له تېرو څو میاشتو راهېسې په رسنیو کې تر سترګو کېږي. د طالبانو پوځي چارواکو، په اسلاماباد تور لګولی چې خپل هوايي حریم یې، په افغانستان کې د هوايي بریدونو له پاره، د امریکا په واک کې ورکړی دی. خو د پاکستان دولت بیا طالبان تورنوي چې په افغانستان کې یې ترهګرو ډلو ته پناه ورکړې ده. د سیاسي چارو کارپوهان بیا د دواړو لوریو ترمنځ دغه رسنیزه جګړه، د افغانستان په خاوره کې د پاکستان مداخلې د عادي کولو او د طالبانو خپلواک ښودلو له پاره یو چل ګڼي.
په تر ټولو تازه پېښه کې، پاکستاني رسنیو د چهارشنبې په ورځ د وږي په ۲۳مه راپور ورکړ چې اسلاماباد طالبانو ته د یوه لیک په استولو سره په افغانستان کې ، د جیش محمد ډلې د مشر مسعود ازهر د نیولو غوښتنه کړې ده. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، اسلاماباد باورمن دی چې د جیش محمد ډلې مشر د افغانستان په ختیځ کې اوسي او د خپلې ډلې له پاره د مالي امکاناتو د برابرولو په لټه کې دی.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عاصم افتخار احمد له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې د افغانستان ځینې سیمې د ترهګرو له خوا د امنو پټنځایونو په توګه کارول کېږي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت که څه هم طالبانو ته د لیک استولو په رابطه کومه اشاره نه دهکړې، خو زیاته کړې یې ده: « دغه شخص [مسعودازهر] مجرم ګڼل شوی او په پاکستان کې له ترهګرۍ سره د اړوندو ډېرو مواردو له کبله تر تعقیب لاندې دی.»
خو طالبان د اسلام اباد لیک په رابطه د بېخبرۍ په څرګندولو سره وايي چې د جیش محمد مشر په افغانستان کې نشته.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویاند قهار بلخي د چهارشنبې په ورځ د وږي په ۲۳مه، پاکستان ته خبرداری ورکړ چې د بې بنیاده تورونو له لګولو دې ډډه وکړي؛ ځکه د هغه په وینا، دغه ډول تورونه د طالبانو او پاکستان پر اړیکو، منفي اغېزې پرېباسي.
له دې وړاندې په یوه بل مورد کې، د طالبانو دفاع وزارت سرپرست وزیر ملا یعقوب مجاهد، د روان کال د وږي میاشتې په لومړیو کې ویلي و چې پاکستان خپل هوايي حریم د امریکا بې پیلوټه الوتکو په اختیار کې ورکوي، څو دغه الوتکې د افغانستان په خاوره کې پوځي عملیات ترسره کړي.
د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر دغو څرګندونو هم د پاکستان غبرګون راوپاراوه. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند د ملا یعقوب د دغو څرګندونو په غبرګون کې وویل چې طالبان د افغانستان له خاورې د ترهګرو د نه استفادې په تړاو د نړیوالو ژمنو عملي کېدو په اړه ډاډ ورکړی. هغه زیاته کړه: « په غیاب کې هېڅ ثبوت، لکه څنګه چې د طالبانو خپلو وزیرانو هم څرګنده کړه، دغسې ادعاوې د تاسف وړ دي او د ټولو ډپلوماټیکو نزاکتونو سره په ټکر کې واقع دي.»
د طالبانو او پاکستان ترمنځ رسنیزې ناندرۍ، یا په اصطلاح زرګري جګړه، په داسې حال کې پراخه شوې چې له دې وړاندې د دواړو لوریو ځواکونو، ډیورند کرښې ته څېرمه نښتې هم کړې دي. په تر ټولو تازه پېښه کې پاکستاني رسنیو ادعا کړې وه چې د افغانستان له خاورې د وسله والو کسانو په ډزو کې د خرلاچي په سیمه کې چې د خیر پښتونخوا په کرمې پورې اړونده سیمه ده، درې تنه پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
بلال کریمي، د طالبانو ویاند مرستیال، د چهارشنبې په ورځ د سنبلې په ۲۳مه، په یوه ټویټ کې په دې اړه ویلي چې طالبان د تذکر ورکولو له پار د پاکستاني ځواکونو لوري ته ورغلي وو، خو د هغوی له لوري پرې ډزې وشوې او ورپسې طالبانو هم په پاکستاني عسکرو ډزې کړې دي.
د دریو پاکستاني عسکرو تر وژل کېدو وروسته، د دغه هېواد پوځ ویلي چې د ترهګرو له لوري د دوی پر ضد د افغانستان خاورې کارول، په کلکه غندي او هیله مند دي چې طالبان په راتلونکې کې دغسې فعالیتونو ته اجازه ورنه کړي. د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري هم له طالبانو څخه ورته غوښتنه کړې ده. دغه هېواد له دې وړاندې هم طالبان تورن کړي چې د پاکستاني طالبانو تحریک ته یې امن پټنځای برابر کړی او هغوی د افغانستان له خاورې په پاکستان بریدونه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې ځینو سیمه ییزو سرچینو د چهارشنبې په ورځ د سنبلې په ۲۳مه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي وو د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې د یوه هوټل مخ ته د ماین په چاودنه کې، د پاکستاني طالبانو د تحریک(ټي ټي پي) یو غړی وژل شوی او د څو تنه پاکستاني طالبانو په ګډون ۱۱ تنه ټپیان شوي دي. تر دې وړاندې هم د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني طالبانو پر یوه موټر د چاودنې په نتیجه کې د پاکستاني طالبانو درې تنه قومندانان وژل شوي وو.
د افغانستان ملي امنیت پخواني رئیس رحمتالله نبیل، وړاندې تر دې د ملایعقوب د دې غوښتنې په غبرګون کې چې پاکستان دې خپل هوايي حریم د امریکا په اختیار کې نه ورکوي، ویلي و چې پاکستاني پوځ د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو پرضد پوځي عملیات پیل کړي دي.
د ښاغلي نبیل په خبره، یا پاکستان د افغانستان په ځینو سیمو کې د پاکستاني طالبانو پر ضد د عملیاتو په اړه د افغانستان له سرپرست دفاع وزیرسره سلامشوره نه ده کړې او یا ملایعقوب عملا غواړي چې په ظاهره طالبان خپلواک وښيي.
له بل لوري، پاکستاني چارواکي ادعا لري چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې، پاکستاني طالبانو د دغه هېواد پر امنیتي ځواکونو خپلې حملې او بریدونه زیات کړي دي. د پاکستان د ادعا پر بنسټ، په تېر یوه کال کې د پاکستاني طالبانو د تحریک زرګونو غړو په افغانستان کې امن پټنځایونه پیدا کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې دغه هېواد د طالبانو د واکمنۍ راهیسې تر اوسه پورې څو هوايي حملې په افغانستان باندې ترسره کړې دي.
د وري یا حمل په میاشت کې په خوست کې د پاکستان په یوه هوايي حمله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۳۰ تنو زیات کسان ووژل شول.
سیمه ییزو سرچینو د پنج شنبې په ورځ د اسد په ۲۰مه، له کونړ ولایت څخه راپور ورکړ چې د پاکستان د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې د وټه پور ولسوالۍ په دهوز کلي د پاکستاني طالبانو د تحریک یو قوماندان د خپلې کورنۍ له غړو سره وژل شوی دی.
خو بل لور ته د طالبانو ډله د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني پر پوځي عملیاتو په ظاهره ناخبري ښيي. هغوی تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
سیاسي کارپوهان بیا د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ دغه رسنیز کړکیچ ته د یوې سیاسي لوبې په سترګه ګوري چې د طالبانو د خپلواک ښودلو له پاره رامنځته شوې ده.
مشهور سیاسي فعال افراسیاب خټک، له ۸صبح ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ موجود کړکیچ«استخباراتي لوبې» دي او اسلام ااباد غواړي په دې توګه په افغانستان کې خپله پوځي مداخله عادي وښيي.
ښاغلي خټک د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د دې څرګندونو په اړه چې د جیش محمد مشر دې د طالبانو له لوري ونیول شي، وویل: « ښايي د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري له دې ناخبره وي، چې مسعود د هر ځای دی، خو د پاکستان استخبارات پوهېږي چې د جیش محمد مشر چېرته دی، ځکه دوی(د پاکستان استخبارات) د هغه تمویل، تجهیز او ساتنه کوي، څنګه د هغه د شتون په اړه اطلاع نه لري؟
د خټک په خبره، پاکستان په اوسني وضعیت کې چې هر وخت غوښتي وي، کولای شي چې د افغانستان په دننه کې پوځي عملیات ترسره کړي، خو په استخباراتي لوبو سره غواړي د طالبانو له پاره خپلواکي رامنځ ته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې اسلام اباد په سیمه کې د طالبانو یو اصلي ملاتړی پېژندل کېږي. د تېر لمریز کال اسد په ۲۴مه د جمهوري ریاست په سقوط سره، د پاکستان سفارت په کابل کې خپل فعالیت ونه دراوه.
د پاکستان استخباراتو مخکینی رئیس جنرال فیض حمید، د هغو لومړنیو افرادو له ډلې و چې د طالبانو له لوري د کابل له نیولو وروسته یې د افغانستان پلازمېنې ته سفر وکړ او د طالبانو له مشرانو سره یې ولیدل. د پاکستان دولت په تېرو دوو لسیزو په خپله خاوره کې طالب مشرانو ته ځای ورکړی او له دغې ډلې یې ملاتړ کړی دی. اسلام اباد همداراز په ځلونو ځلونو د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې د طالبانو حکومت دې په رسمیت وپېژني.