د پاکستان پراخ فشارونه؛ افغان پناه‌غوښتونکو د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو سازمان پر کمېشنرۍ هجوم وروړ

۸صبح، کابل: د افغان پناه‌غوښتونکو د بې‌برخلیکۍ او پر هغوی د پاکستان د فشار په اړه د ۸صبح ورځپاڼې د راپور له خپرېدو وروسته، سلګونه افغان پناه‌غوښتونکو اسلام‌اباد کې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو سازمان د کمېشنرۍ دفتر مخې ته اعتراض وکړ.

اسلام‌اباد کې لسګونه افغان پناه‌غوښتونکو سه‌شنبه د لیندۍ پر لومړۍ نېټه له دغه هېواده د وتلو لپاره د پاکستان د وروستۍ نېټې له پایته رسېدو وروسته د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو سازمان د کمېشنرۍ په دفتر کې د نوملیکنې غوښتنه کړې ده.

د سرچینو په وینا، شارپ دفتر په تېرو دوو ورځو کې له هغو کسانو سره، چې له مخکینۍ همغږۍ پرته دغه دفتر ته ورغلي مصاحبه اخیستې ده.

له دې پېښې وروسته زیات شمېر افغان پناه‌غوښتونکي دغه دفتر ته ورغلي ترڅو هغوی هم نوملیکنه وکړي.

د ویلو ده، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو له هغو بهرنیانو چې ویزې نه لري غوښتي ترڅو د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د ډسمبر میاشتې تر ۳۱ پورې له پاکستانه ووځي.

د خبرپاڼې له مخې څوک چې په پاکستان کې تر یوه کال زیاته موده په غیرقانوني توګه اوسېدلي وي، د دغه هېواد په تور نوملړ کې راځي او په دغه هېواد کې به غیرقانوني حضور درې کاله زندان ولري. د پاکستان دولت دغه اقدام پاکستان کې د افغان کډوالو ترمنځ د اندېښنو لامل شوی دی.

ورته لیکنې

Back to top button