لکه څنګه چې مېرمنې د ټولنې نیمایي برخه جوړوي، نو ښځو ته باید د سولې په خبرو کې ونډه ورکړل شي ځکه چې ښځو په دې حالت کې ترټولو ډېر زیان لیدلی، خو له بده مرغه چې د سولې په خبرو کې د مېرمنو برخلیک روښانه نه دی.
زمونږ برخلیک د تېر په څېر ددې خاورې د نارینه وو په لاس کې دی. اسلامي امارت زمونږ لپاره اسلامي چوکاټ لري او د افغانستان جمهوري دولت زمونږ لپاره اساسي قانون لري. مونږ ددې دوو لخوا نیول شوي یؤ.
د افغانستان جمهوري دولت د اساسي قانون له مخې او د اسلامي امارت د اسلامي چوکاټ له مخې، زه یوه ښځه یم او زه حق لرم چې خپله د خپل برخلیک په اړه پرېکړه وکړم. هېڅ څوک حق نلري چې ما له دې حقه بې برخې کړي. دا لاهم روښانه نه ده چې اسلامي امارت زمونږ لپاره د اسلامي چوکاټ په نوم څه ترتیب کړي او دا هم روښانه نه ده چې د افغانستان جمهوری دولت به زمونږ د کوم حق په مقابل کې معامله وکړي. ددې سیاسي لوبې يواځيني قربانیان مونږ ښځې یؤ.
د سولې په خبرو کې د اسلامي امارت لخوا شل کسان او د حکومت له لوري یوویشت کسانو ګډون کړی ؤ، یواځې څلور ښځې د افغان دولت لخوا او د امارت اسلامي لخوا يوه ښځه دې خبرو کې چې د ښځو برخلیک هم پکې ټاکل کیږې د ګډون حق نه دی ورکړل شوی. له دې دا جوته شوه چې اسلامي امارت به په خپل حکومت کې ښځو ته هېڅ کوم حق نه ورکوي لکه څرنګه چې د سولې په خبرو کې يې نه دی ورکړی.
په اساسي قانون کې دا په صراحت سره ذکر شوي چې ښځينه او نارينه له مساوي حقوقو برخمن دي. د افغانستان جمهوری دولت نه دا پوښتنه کوم چی آیا زمونږ دا مساوي حق د اساسي قانون پر بنسټ د سولې په خبرو کې يوازې د څلورو ښځو ګډون دی؟ آیا ښځې له نارینه وو سره په دې خبرو کې د ګډون مساوي حق نلري؟
د افغانستان له جمهوري دولت څخه مې دا جدي هیله ده چې زمونږ د ګډون په اړه له نارینهوو سره مساوات په نظر کې ونيسي چې د سولې په خبرو کې زمونږ حقونه خوندې پاتی شي او اسلامي امارت نه هم دا هیله کوم چې د خپل اسلامي چوکاټ په اساس د ښځو د ګډون حق ضایع نه کړي. مونږ ښځې نور باید د سیاست قرباني نه شو او خپل برخلیک پخپله وټاکو. ښځې د سولې اتلانې دي.