په پاکستان کې د خونړیو تروریستي بریدونو له زیاتیدو وروسته، ددغه هېواد رسنیو، د امریکا متحده ایالاتو د یوه پلاوي د احتمالي سفر خبر ورکړی، چې له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې په اړه د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ دوه اړخیزې خبرې پیلیږي.
دنیانیوز د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت د اعلاميې په حواله، د مارچ په ۳مه نېټه خبر ورکړی، چې دغه پلاوی به د روانې مياشتې په شپږمه او اوومه نېټه، په اسلام اباد کې وي.
د تروریستي ګواښونو په اړه بحث او له دغو ګواښونو سره پر مبارزې به د امریکايي پلاوي او پاکستاني چارواکو ترمنځ د غونډې اصلي تمرکز وي.
تمه ده چې پاکستان ته د امریکايي پلاوي له سفر وروسته به له واشنګټن او اسلام اباد څخه د ترهګرو ډلو د مالي سرچینو پر وړاندې، ګواکې مبارزه لازیاته شي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د فعالو ترهګرو ډلو پر ضد د عملیاتو لپاره، د طالبانو اجازې ته اړتیا نهلري.
پاکستان ته د امریکايي پلاوي سفر په داسې حال کې ترسره کېږي، چې دواړو هېوادونو تر دې وړاندې، په افغانستان کې د ترهګرۍ د ودې او پیاوړتیا په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.