د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف اروپايي هېوادونه تورن کړي چې د اوکرایین جګړې د دوام په لټه دي.
پسکوف چهارشنبه د اکتوبر پر ۱۴مه په یوه خبري غونډه کې ویلي چې اروپا د امریکا خلاف، د اوکرایین جګړې د سولهیېز اواری لپاره د هڅو پر ځای د جګړې د دوام غوښتونکې ده.
هغه زیاته کړې چې اروپایان په دې برخه کې بېل دریځ لري او د جګړې د دوام لپاره خپلې ټولې هڅې کوي.
د کرملین ویاند زیاته کړې چې ښايي اروپايي هېوادونه د اوکرایین د کړکېچ د اواری لپاره د یوې هوکړې د ترلاسه کولو په بهیر کې خنډونه رامنځته کړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د اوکرایین د جګړې د پای ته رسولو هڅو لا هم پایله نه ده ورکړې.





