۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو او روغتیايي خدماتو ته د ښځو پر لاسرسي محدودیتونو، روغتیايي خدماتو ته د امیندوارو ښځو لاسرسی ستونزمن کړی دی.
نوموړي بنسټ چهارشنبه د تلې پر ۲۲مه په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د نویو زېږېدلو د مړینې لوړه کچه لري او هر کال زرګونه میندې هم د امیندوارۍ اړوند لاملونو له کبله ژوند بایلي.
یونیسف ویلي چې له زدهکړو د نجونو د محرومیت ترڅنګ، روغتیاپالې لکه قابلې هم له محدودیتونو سره مخ شوې دي.
د راپور له مخې، ډېرې امیندوارې ښځې او میندې چې نه شي کولی ډاکټرانو ته لاړې شي، له زېږون مخکې روغتیايي خدماتو څخه بې برخې دي.
یونیسف ټينګار کړی چې د نجونو د زدهکړو حق دې ورکړل شي څو وکړای شي خپله تحصیلي راتلونکې او مسلک وڅاري.





