۸صبح، کابل: «له پوليو پاک افغانستان» بنسټ اعلان کړی چې د پولیو واکسین کمپاین نن د هېواد په پنځو ولایتونو کې په ۳۹ ولسوالیو کې د ماشومانو د ګوزڼ د ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره پيل شو.
دغه بنسټ دوشنبه د زمري پر ۲۶مه، پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دا کمپاین د ننګرهار په ۲۲ ولسوالیو، د کونړ په اوو ولسواليو، د کابل په شپږو ولسوالیو، د هرات په دوو ولسوالیو او د فراه په دوو ولسوالیو کې پيل شوی دی.
د دغه کمپاین موخه د پولیو د وروستیو مثبتو پېښو پر وړاندې چټک غبرګون او د ویروس د لا ډېر خپرېدو مخنیوی بلل شوی دی.
د کمپاین په ترڅ کې به په ټاکل شویو ولسوالیو کې ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړل شي، څو د ماشومانو د ګوزڼ پر ناروغۍ د اخته کېدو او د ویروس د لېږد مخه ونیول شي.
تر دې مخکې په ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست چارواکو هم ویلي وو چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې په دغه ولایت کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.



