«له شپیګل جرمني مجلې سره د ولسمشر غني د مرکې پښتو ژباړه، دا مرکه د مې میاشتې په ۱۵مه نېټه په شپيګل مجله کې خپره شوې ده.»
شپيګل: ښاغلی جمهور رئيس، امریکا بې ستاسې له دخیلولو، له طالبانو سره سوله وکړه او اوس له افغانستانه وځي، داسې نه احساسوئ چې خیانت درسره شوی؟
ولسمشر غني: دې کې خیانت کوم دی؟ د ښاغلي بایډن ادارې یوه ستراتيژیکه پرېکړه وکړه. هغوی خپلې ګټې ارزیابي او تعریف کړې دي. زه د دې پرېکړې درناوی کوم. هېڅ ډول د غوسې، کرکې او نهیلۍ څرګندونه به ګټوره نه وي. ما هېڅکله د امریکایي ځواکونو له ستنېدو سره مخالفت نه دی کړی او نه مې په پښېمانۍ وخت ضایع کړی. اوس پوښتنه دا ده چې په راتلونکي کې زموږ شریکې ګټې کومې دي او موږ به بیا څنګه له متحده ایالاتو سره خپله همکاري ترسیموو.
شپیګل: د امریکا له ملاتړ پرته، ستاسو حکومت د طالبانو پر وړاندې تر څه وخته مقاومت کولای شي؟
ولسمشر: د تل لپاره! ما یو کار وکړ هغه دا و چې خپل ځواکونه مو له داسې حالت سره د مبارزې لپاره چمتو کړل. موږ اوس هم د مې په میاشت کې د بریدونو له لومړۍ څپې سره په اغېزناک ډول مقاومت کړی ، خو آيا تاسو به د هغه په اړه هم په خپله مجله کې لیکل وکړئ؟ موږ دفاع کولای شوو. اصلي ستونزه د ابهام وه چې امریکایان وځي که پاتې کېږي؟ دا ابهام دوه کاله اوږد شو. اوس وضاحت شته، یو نوی فصل پیلېږي او د لوبې نوي اصول پلي کېږي.
شپیګل: آیا دا د ۱۹۹۰لسیزې په څېر د کورنیو جګړو پيل دی؟ لکه په هغه وخت کې چې د شوروي اتحاد پوځونه ووتل.
ولسمشر: د کورنۍ جګړې اټکل شته، خو حالات باید تر هغه بریده لاړ نه شي. تاسې پوهېږئ چې کله په ۲۰۱۴ کال کې د امریکا او نړیوالو ځواکونو له لوري جنګي ماموریت رسماً پای ته ورسېد او په روزنیر ماموریت بدل شو، هر چا داسې اټکل کاوه چې جمهوریت به را وپرځېږي، خو موږ بریالي شوو. دې ته هم پام کوئ چې دا ټول د یوه روایت خبره ده: څومره چې د افغانستان د بې ثباتۍ سناریو پراخېږي، دومره به موږ دلته له تاوتریخوالي سره ډېر مخ کېږو.
شپیګل: په کابل کې د هېواد سیاستوال هڅه کوي له ټولو ګوندونو د دولت شورا جوړه کړي چې دا به نه یوازې د سولې بهیر، بلکې د طالبانو په مقابل کې مقاومت تنظیموي، فکر کوئ چې ګټوره به وي؟
ولسمشر: دا شورا په جوړېدو ده او زه یې په خپل ټول وس ملاتړ کوم. د سولې بهیر اساسي سناریو ده. که طالبان په دې پوه شي چې د افغانستان حکومت نه شي پرځولای، نو بیا اړتیا ویني چې د سولې برلاسې سناریو ته مراجعه وکړي.
شپیګل: آیا تاسې پخپله اوس هم د سولې پر بهیر باور لرئ؟
ولسمشر: د سولې په اړه به لومړنۍ پرېکړه د سیمې په کچه کېږي، زه فکر کوم موږ په حساسو او د بیا فکر کولو په شېبو کې یوو. لومړی په دې موضوع کې د پاکستان د دخیلولو مسئله ده. امریکا اوس کوچنۍ ونډه لري. د سولې او دښمنۍ خبره اوس د پاکستان په لاس کې ده.
شپیګل: د پاکستان حکومت د طالبانو پر جګړې څه اغېز لري؟
ولسمشر: پاکستان د طالبانو د ملاتړ یو منظم سیستم مخ ته وړي. طالبان په پاکستان کې تجهیز او تمویلېږي او هلته جلب و جذب کوي. د طالبانو د پرېکړې کولو د بېلابېلو جوړښتونو نومونه (د کوېټې شورا، د میرامشاه شورا او د پېښور شورا) دي، دا نومونه د هغو ښارونو دي چې طالبان په کې مېشت دي. دوی له پاکستاني دولت سره ژورې اړیکې لري.
شپیګل: امریکایانو پخوا ولې په پاکستان کې مداخله ونه کړه چې د طالبانو دا نفوذ کمزوری کړي؟
ولسمشر: دا پوښتنه له امریکایانو کولای شئ. زه درته دا د تجربې له مخې ویلی شم چې هغوی (امریکايي ځواکونو) د لوجستیک او انتقالاتو په برخه کې، پر پاکستان کلکه تکیه لرله.
شپیګل: پاکستان چې اوس خپلې موخې ته نږدې دی او زر به د طالبانو په وسیله، په کابل کې د سیاست لوری وټاکي، نو په دې حالت کې ولې باید خپله دایمي ستراتیژي بدله کړي؟
ولسمشر: ما چې پرون د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر باجوه سره وکتل، په زغرده یې ډاډ راکړ چې د طالبانو د امارت یا دیکتاتورۍ بیاراتګ په سیمه کې د هېڅ هېواد او په تېره د پاکستان په ګټه نه دی. که څه هم ویې ویل چې د پوځ په ټیټو کچو کې یې اوس هم په ځينو قضیو کې مخالف ذهنیت لري، خو اصلي خبره د سیاسي ارادې ده.
شپیګل: د پاکستان د پوځ مشر د برېتانیا د لوی درستیز جنرال نېک کارټر له لوري بدرګه کېده. لندن د طالبانو د راکابو کولو په هڅو کې څه ونډه لري؟
ولسمشرغني: جنرال کارټر زموږ ګډ ملګری دی. زه یې له لسو کالو، له هغه وخته راهیسې پېژنم چې په کندهار کې د ایساف ځواکونو قومندان و. ډېر په زړه پورې سړی دی. په تاریخ کې کله کله داسې کېږي چې په کړکېچن حالت کې خاص خلک سره راټول شي.
شپیګل: آیا په راتلونکي کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ امنیتي تړون د سولې کیلي کېدای شي؟
ولسمشرغني: هو، مهم عامل کېدای شي، خو زما هدف د افغانستان بېطرفي ده. موږ نوی ملاتړی ځواک نه غواړو او دا هم نه غواړو چې د سیمې او نړۍ د رقابتونو برخه شوو.
شپیګل: که تاسو په راتلونکي کې له طالبانو سره واک شریک کړئ، نو مشارکتي ټولنه به څنګه وي؟ آيا سړي به یو ځل بیا اوږدو ږیرو پرېښودو ته اړ کړل شي او ښځې به له کورونو د وتلو اجازه ونه لري؟
ولسمشرغني: په دې اړه طالبان وپوښتئ! موږ به یې دې کار ته پرې نه ږدو. طالبان به افغان ځوانان په زور تسلیم نه کړي.
شپیګل: په افغانستان کې چې په تېرو ۲۰ کلونو کې څه رغېدلي، ټول ډېر زر له منځه تللی شي. مثلاً طالبانو یوازې په یوه شپه کې، پر کندز د برید په لړ کې ټول بنسټونه، ښوونځي او پوهنتونونه ولوټل. آيا د جرمني د وسله وال پوځ په ګډون، د لوېدیځ د بیارغونې ټول کارونه عبث وو؟
ولسمشر: زه ډاډ درکوم چې ښځې به دلته له خپلو حقونو بې برخې نه شي او نه بهرنیو سلاکارانو ته اړتیا لري چې د دوی استازیتوب وکړي. د حکومت ۳۰٪ اداره ښځې تشکیلوي، ۵۸٪ سلنه حکومتي کارکوونکي ځوانان، لوستي او له ۴۰ کلنۍ ټيټ دي. اردو مو داوطلبه ده، افغانې ټولنې په خپلو کې یو پراخه بحث پیل کړی او خپلواکې پرېکړې کوي. زه فکر کوم چې په ټولنه کې دغه پوهاوی له منځه نه شي تللی.
شپیګل: او که طالبان واک ترلاسه کړي، آیا ګاونډي او اروپایي هېوادونه دې یو ځل بیا ځان د ۱۹۹۰مې لسیزې یا نږدې ۲۰۱۵ کلونو په څېر د کډوالۍ نوې څپې ته چمتو کړي؟
ولسمشر: دغه د تراژېدۍ روایت باید بس شي. څومره چې رسنۍ د تراژیدۍ په دغو روایتونو غږېږي، دومره خلک هېواد پرېښودو ته هڅوي. رسنۍ دې ددې پرځای لطفاً هغه فرصتونه تشریح کړي چې دلته آن په سختو او جنګي شرایطو کې موجود دي.
شپيګل: تاسو د دغو فرصتونو کومه بېلګه لرئ؟
ولسمشر: ولې نه! افغانستان په نړۍ کې د جلغوزو لوی تولیدونکی دی. تر ډېره وخته جلغوزي پاکستان او بیا چین ته د پروسس لپاره قاچاق کېده. اوس موږ له ترکش ایرلاین هوایي شرکت سره د تړون له مخې، دا جلغوزي مستقیماً جرمني ته لېږو. په تېرو ۲۰ کالو کې موږ ډېر داسې وړ ځوانان وروزل چې له نړۍ سره اړیکې رامنځته کولای شي. موږ ډیجیټل سازي کوو چې دا ټول کار دندې رامنځته کوي او کار ثبات په معنی دی.
شپیګل: له طالبانو سره د سولې په بهیر کې اروپایان او تېره جرمنیان څه مرسته کولای شي؟
ولسمشرغني: ډېر څه کولای شي. پاکستان بالاخره یو دولت دی او دا دولت باید اوس یوه مهمه پرېکړه وکړي. د جرمني له لوري واضح پیغامونه او هڅونې مرسته کولای شي او که په مقابل کې پرېکړې د توقع خلاف په بله لاره کېږي، نو دوی باید بندیزونه وضع کړي. تاسو باید د اروپایانو په توګه ځانونه یوازې څارونکي ونه ګڼئ، بلکې د دغو هڅو مستقیمه برخه یئ.
شپیګل: آیا تاسې د لویدیځو سازمانونو محلي کارکوونکي چې د دوی همکاران بلل کېږي، د طالبانو له لوري له وژل کېدو ساتلی شئ؟ یا همداسې شیعه لږکي چې کافر بلل کېږي او له ګواښ سره مخ دی؟
ولسمشرغني: موږ له خپلو امنیتي ځواکونو سره کار کوو. ځينې خلک به اروپا ته لاړ شي، خو موږ یې دې کار ته نه هڅوو. د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل، په اروپا کې د کډوالو د منلو او ادغام په بحران کې خپله پياوړې مشري وښودله. دې د اروپا بشري او د اساسي قانون ارزښتونه وساتل. موږ یې منندوی یوو، خو دلته چې څوک اوسېږي، موږ باید ورته دا واضح کړو چې یونان، ترکیې یا مدیترانه يي هېوادونو ته کډوالي آسانه نه ده. چا چې له ائتلافي ځواکونو سره کار کړی، موږ یې هڅوو چې همدلته پاتې شي. دوی به هلته څه کوي؟ څومره چې تاسو له موږ سره د افغانستان په ثبات کې مرسته کوئ، دومره به هلته ستاسو په هېوادونو کې کډوال لږ وي.
شپیګل: بالاخره به څه شی طالبان سولې کولو ته وهڅوي؟
ولسمشرغني: د لوېدیځ دیپلوماسي باید په هر صورت د دوی نازول بس کړي. طالبان مجرمان دي. دوی بېګناه خلک وژني، لکه څنګه یې چې د کابل په دشت برچي سیمه کې د نجونو په ښوونځي برید وکړ او په دې برید کې ۸۵ تنه ووژل شول. دغو مجرمینو ته د سیوري حکومت په توګه اعتبار مه ورکوئ.
شپیګل: طالبان ادعا کوي چې دغه برید دوی نه دی کړی، ویل کېږي چې د داعش کار و.
ولسمشر: تاسو پوهېږئ چې زما زړه زیاتره وخت کلک وي، خو دغه جنایت راباندې ژور اغېز وکړ. طالبانو د دغه جنایتونو ترسره کېدو ته زمینه برابره کړې، دوی لکه څنګه چې ادعا کوي، له القاعدې سره یې خپلې اړیکې نه دي پرې کړې. دوی د دغه برید مسوول دي.
شپیګل: که څه هم په هېواد کې زیاتره خلک له طالبانو کرکه کوي، خو ستاسو حکومت هم ردوي. فساد له زغمه وتلی دی، ۵۰٪ سلنه افغانان اوس هم د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، دا ولې؟
ولسمشر: له حکومته مرورتیا د ولس حق دی، خو دې ته هم باید پام وکړو چې په بحراني هېواد کې د فساد اصلي عامل بې باوره حالت وي. کله چې خلک داسې فکر کوي چې: «دا سیستم دوام نه کوي»، نو بیا یې لومړی فکر دې ته وي چې په دې وخت کې څنګه د ځان لپاره یو څه ترلاسه کړي.
شپيګل: تاسو هم تېروتنه کړې؟
ولسمشر: د نړیوالو مرستو ډېره برخه د افغانستان حکومت ته نه ورکول کېږي. ځينې قراردادونه شپږم لاس پلورل شوي تر دې چې پروژه یې له لږ پاتې بودیجې تطبیق شوې ده. موږ داسې بنسټونه رامنځته کړل چې د فساد د قضیو تعقیب ډاډمنوي. قضا کار کوي، په افغانستان کې د فساد یوه برخه له جرمي اقتصاد او د نشه يي توکو له قاچاقه سرچینه اخلي. دا مه هېروئ، د طالبانو او امریکا په مذاکراتو کې چې کوم ۵۰۰۰ بندیان خوشې شول، په دې لیست کې د نشه يي توکو د ۶۰ مشهورو قاچاق کوونکو نومونه هم شامل وو.
شپيګل: له امریکا سره د سولې د هوکړې د ترسره کېدو لپاره چې تاسو د طالبانو کومې غوښتنې ومنلې، آیا په هغو پښيمانه یئ؟
ولسمشر: موږ ته ویلي شوي و چې دا به مو سولې ته نږدې کړي، خو آيا تاوتریخوالی کم شو؟ نه! بلکې لا ډېر شو. هیله لرم چې نړیوال همکاران به له دې سبق واخلي.
شپیګل: اوس بیا د سولې د خبرو لپاره د شرط په توګه د ۷۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو خبره کېږي، آیا تاسې به یې ومنئ؟
ولسمشر: یوازې په هغه صورت کې چې د سولې د هراړخیزې هوکړې لامل شي.
شپیګل: د افغانستان د ولسمشر په توګه کار کول داسې دي لکه د پړانګ په ملا سورلي کول، د وظیفې له امله درباندې څومره فشار دی؟
ولسمشر: د آرام لپاره هر ورځ لږ تر لږه یو ساعت مطالعه کوم. اوس د درېیم سکتور، په اروپا کې د مدني مشارکت په اړه یو کتاب او همدارنګه د فارسي شعرونو یوه مجموعه لولم. په ځوانۍ کې مې ۵۰۰۰ شعرونه په یادو زده کړي وو، اوس مې ذهن په نورو شیانو بوخت دی.
شپيګل: شخصاً ته د خپل هېواد پر راتلونکي څومره ډاډه یې؟ آیا دا وېره درسره شته چې که څه وضعیت خراب شي، ته به هم په وروستۍ الوتکه کې کابل پرېږدې، لکه څنګه چې امریکایانو ویتنام پریښی و؟
ولسمشر: زه له مرګه یوه مرمۍ لرې یم! پر ما ډېر بریدونه شوي، خو افغانستان جنوبي ویتنام نه دی او نه ما واک په کودتاه ترلاسه کړی. زه ولس ټاکلی یم. هېڅکله مې امریکايي ساتونکی نه دی لرلی او نه امریکایي ټانک ساتلی یم. له جهوري ریاست مخکې مې ۲۸ کاله ډېر بریالی مسلکي ژوند درلود، خو خوښ نه وم. د نړۍ هېڅ ځواک مې دې ته نه شي اړ کولای چې الوتکې ته پورته شم او دا هېواد پرېږدم. زه له دې هېواد سره مینه لرم او په دفاع به یې سر ورکوم.
شپیګل: ته به همدلته یې؟
ولسمشرغني: هر څه چې کېږي!
شپيګل: ښاغلی جمهور رئيس، د مرکې لپاره ډېره مننه.