د اوربند پای؛ دولت او طالبان بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شول

راپور: عبدالاحد حسيني، ژباړه: م. ع. پ

د کوچني اختر اوربند په ختمېدو سره، په هلمند، غزني، میدان وردک، فاریاب او کندهار ولایتونو کې جګړې پیل شوې او حکومت او طالبان په حقیقت کې بېرته لومړۍ کرښې ته ستانه شوه. د ملي دفاع وزارت وايي چې له اوربند وروسته په لومړۍ ورځ طالب جنګیالیو یو لړ خوځښتونه درلودل او له همدې امله امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو د له منځه وړلو لپاره عملیات پیل کړل.
ددې وزارت چارواکي ټینګار لري چې د عملیاتو په پایله کې طالبانو ته درانه تلفات اوښتي دي. سربېره پردې، دغه چارواکي زیاتوي چې امنیتي ځواکونه چمتو دي د خلکو او د دولت له ګټو په هر ډول ساتنه وکړي. خو طالبان په دې باور دي چې حکومت پاروونکې کړنې کوي او تاوتریخوالی یې زیات کړی دی. دغه ډله وايي چې نه غواړي جګړه نوره هم پراخه شي او که امنیتي ځواکونه خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي، نو ددې ډلې جنګیالي چمتو دي چې تر کنټرول لاندې سیمو څخه ساتنه وکړي.
د جګړې بيا پيلېدو سره هم‌مهاله، دواړه خواوې په پام کې لري څو بين الافغاني مذاکرات هم بیا له سره پیل کړي. دغه هوکړه د حکومت او طالبانو مرکچي پلاويو په غونډه کې مطرح شوې ده؛ ځکه چې هېڅ اړخونه د استانبول ناستې په ګډون، نورې لارې د افغانستان د ستونزې د حل لارې په توګه نه ګڼي. سرچینو ویلي چې که څه هم بين الافغاني مذاکراتو د بیا پیل لپاره کره نېټه نه ده روښانه شوې، خو ښايي د مذاکراتو پلاويو د غړو له بشپړېدو وروسته به دغه خبرې په دوحه کې پیل شي.
طالبانو د کوچني اختر په مناسبت درې ورځې اوربند وکړ. د دې ډلې مشرانو خپلو په پیغامونو کې د خپل امر لاندې کسانو ته لارښوونه وکړه چې خپل لوی بریدونه د کوچني اختر له لومړۍ ورځې څخه تر درېیمې ورځې پورې ودروي. خو ددغه پیغام په دوام د دې ډلې رهبرۍ خپلو کسانو ته ویلي چې که دوی د کوچني اختر په درې ورځو کې د امنیتي ځواکونو لخوا په نښه شي نو په جدي توګه دې تر واک لاندې سيمو څخه ساتنه وکړي. حکومت هم ددې اقدام په ځواب کې پر دایمي اوربند ټينګار وکړ، خو ولسمشر غني امنیتي ځواکونو ته امر وکړ چې د اختر په مناسبت دې اوربند مراعت کړي. په ورته وخت کې اوربند تېره ورځ پايته ورسېد او امنیتي ځواکونه او طالب جنګیالي بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شول.
د معلوماتو له مخې، له اوربند وروسته په لومړۍ ورځ امنيتي ځواکونو اعلان وکړ چې خپل تعرضي، چاڼیز او د «ترهګرۍ ضد» عمليات يې د اختر درې ورځيني اوربند وروسته پيل کړي دي. د ملي دفاع وزارت وياند روح الله احمدزي د غويي مياشتې په ۲۶مه، ۸صبح ورځپاڼې ته وويل چې دغه عمليات يې د هلمند ولايت لښکرګاه ښار لويديځو څنډو او د ناوې او نهرسراج ولسواليو کې پيل کړي دي. ښاغلي احمدزي زياته کړه چې د دغو عملياتو په پايله کې د مارجې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نظامي مسؤل او پر لښکرګاه ښار د بريدونو مشر «حسيني» په ګډون د يادې ډلې ۲۱ جنګيالي وژل شوي دي. هغه ټينګار وکړ چې دغو جنګياليو هوډ درلود پر امنيتي او «ولسي» قوتونو بريدونه وکړي، نو په همدې اساس امنيتي ځواکونو په نښه کړل. د ملي دفاع وزارت وياند وويل چې، د اوربند له بشپړېدو وروسته، هلمند، ميدان وردګ، غزني، کندهار او فارياب ولايتونو کې د طالبانو ډلې تحرکات ليدل شوي. هغه زياته کړه چې امنيتي ځواکونه په بشپړ ډول چمتو دي چې د «ترهګريزو او طالبانو» ډلو پر وړاندې ودرېږي او له خپلو وګړو او د افغانستان له حکومته ساتنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې، د ميوند ۲۱۵ قول اردو په وينا، د امنيتي ځواکونو تعرضي عمليات وروسته له اوربنده پيل شوی دي. ددې قول اردو مسؤلينو د غويي ميشاتې په ۲۶مه د يکشنبې په ورځ د نورو معلوماتو ترڅنګ يې د هلمند په لښکرګاه کې د طالبانو د کليدي قوماندانانو د وژلو خبر ورکړ. د دوی په وينا، د هلمند شاوخوا سيمو کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په پايله کې د «ملاسحرګل» په ګډون د طالبانو ډلې ۱۰ جنګيالي وژل شوي دي.
له دې سره هم‌مهاله ولسمشر محمد اشرف غني هم امنيتي ځواکونو ته امر کړی که چېرته طالبان دايمي اوربند ونه کړي او جګړې ته دوام ورکړي، نو ددې ډلې د مقابلې لپاره دې بشپړ چمتووالی ولري. هغه ټينګار کړی دی چې امنيتي ځواکونه د نظام او وګړو ساتونکي دي، نو په همدې اساس بايد بشپړ چمتووالی ونيول شي. نوموړي دغه څرګندونې د غويي مياشتې په ۲۵مه د زونونو امنيتي مسؤلينو او د قول اردو قوماندانانو سره په ټيليفوني خبرو کې کړې وې.
له بلې خوا، د طالبانو ډله بيا حکومت د جګړې په شدت تورنوي. ددې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد ۸صبح ورځپاڼې ته وويل چې امنيتي ځواکونو د اوربند وروستۍ ورځ په پای شېبو کې په هلمند کې يې ددې ډلې پر سيمو عمليات کړي دي. که څه هم هغه په هلمند کې په دغو عملیاتو کې د طالب جنګياليو د تلفاتو په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه چې حکوت په پاروونکو کړنو لاس پورې کوي. ښاغلي مجاهد وويل چې، دغه ډله د تاوتريخوالي د پراختیا پلوي نه کوي، خو له خپلو سيمو څخه ساتنې ته چمتو ده. د طالبانو ډلې وياند زياته کړه چې د افغانستان د جګړې ښکېلې خواوې بايد د سولې مذاکراتو ته دوام ورکړي څو يې ملموسې پايلې ته ورسیېږي. هغه زياته کړه، په هغه صورت کې چې بهرني ځواکونه له افغانستانه بهر شي او مرکچي پلاوي سره يوې پرېکړې ته ورسېږي، نو د تاوتريخوالي کچه به راټيټه شي. د طالبانو ډلې وياند خبرداری ورکړ که چېرته بهرني ځواکونه په خپلو ژمنو عمل ونه کړي او افغان حکومت هم خپلو پاروونکو کړنو ته دوام ورکړي، نو د تاوتريخوالي کچه به لوړه شي. دواړه لوري په داسې حال کې د جګړې د دوام په اړه څرګندونې کوي چې په افغانستان کې د جګړې د قربانيانو شمېره په بې مخينې توګه لوړه شوې ده. د افغانستان جګړې څخه څارونکي بنسټونو ويلي دي چې د افغانستان د جګړې د تلفاتو ورځينی اوسط په روژې مياشتې کې د روان کال د نورو ورځو په پرتله ۶۰ سلنه لوړ شوی دی. د روان کال په ترڅ کې د افغانستان د جګړې د تلفاتو اوسط ۷۵ ؤ، خو دغه شمېره په روژې مياشت کې ۱۲۵ ته ورسېده. دې سره هم‌مهاله اوربند هم خونړی ؤ او لږ تر لږه ۲۱ ملکي وګړي د چاودنو په ترڅ کې ووژل شول. دا په داسې حال کې ده چې د طالب جنګياليو لخوا د ارزګان او کاپيسا په ولايتونو کې د امنيتي ځواکونو پر اکمالاتي کاروانونو د بريدونو په ترڅ کې څو تنه وژل شوي او له درې پورته کسان ټپيان شوي دي.
د دوحې مذاکراتو د بيا پيلولو لپاره هڅې
د تاوتريخوالي په ډېرېدو سره هم‌مهاله، د دولت او طالبانو مرکچي پلاوي په دوحه کې هڅه کوي چې بين الافغاني مذاکراتو پروسې ته چټکتيا ورکړي. د دواړو لوريو د مرکچي پلاويو ځينو غړيو د اختر په دويمه له يو او بل سره وليدل. په دې ليدنه کې هوکړه وشوه چې د دوحې مذاکرات دې له اختره وروسته دوام ومومي. له دوحې څخه يوه سرچينې وايي چې دواړه لوري بين الافغاني مذاکراتو ته د يو د منلو وړ ګزينې په توګه ګوري او په پام کې لري چې بين الافغاني مذاکرات له اختر څخه وروسته له سره پيل کړي. ددې سرچينې په وينا، طالبانو په دې ناسته کې ژمنه کړې ده چې وروسته له اختره خبرو اترو ته حاضر شي.
په دغه ناسته کې همداراز ټينګار شوی چې د سولې خبرې اترې بايد چټکې شي او د مذاکراتو د اجنډا په اړه بايد خبرې اترې وشي. د يادې سرچينې په حواله د بين الافغاني مذاکراتو د بيا پيلېدو د کره نېټې په اړه معلومات نشته خو تمه ده چې وروسته د دواړو لوريو د مرکچي پلاويو غړو له بشپړېدو څخه پيل شي. سرچينه وايي چې سولې ته د رسېدو لپاره يوازينۍ لار د دوحې ناسته ده؛ ځکه چې اړخونه پر هغو مورادو چې لازم دي، د خبرو اترو په چوکاټ کې بحث کوي. دغه سرچينه وايي چې د سولې لپاره نورې پيشنهادي لارې د هېواد اوسني وضعيت د ښه کېدو پرځای ستونزې ډېروي. له دغو لارو څخه يوه يې د استانبول ناسته ده چې امريکا پرې ټينګار لري. په دې ترتيب سره سرچينه زياتوي چې بين الافغاني مذاکرات به دوام ومومي او تمه ده چې د طالبانو د مرکچي پلاوي نور غړي هم دوحې ته ډېر ژر راورسېږي. اوسمهال د دولت مرکچي پلاوي ځيني غړي په کابل کې دي. سرچينه وايي، که څه هم د استانبول د ناستې بحث مطرح دی، خو د دواړو لوريو خبرو اترو ته په کتو د يادې ناستې د ترسره کېدو شونتيا «ډېره کمه» ده. د سرچينې په باور د طالبانو مرکچي پلاوي غړي د دوحې پر مذاکراتو ټينګار لري او د استانبول ناستې ته لېوالتيا نه ښيي. له دې وړاندې د ملي روغې جوړې د عالي شورا سرچينو ويلي ؤ چې د استانبول د ناستې د ترسره کېدو شونتيا کمه ده او وضعيت ته په کتو ښايي دغه ناسته هېڅ ترسره هم نه شي.
تمه وه د استانبول ناسته د غويي مياشتې په څلورمه نېټه ترسره شي، خو طالبانو مخالفت وښود او ويې ويل چې په دې ناسته کې ګډون نه کوي. بلاخره ترکي چارواکو اعلان وکړ چې د استانبول ناسته به له اختر څخه وروسته ترسره شي. د سرچينې په وينا، طالبان ددې ناستې د اجنډا نشتون او نورو دلايلو له امله په دې ناسته کې له ګډون څخه انکار وکړ. په دې ترتيب سره سرچينو وويل چې د طالبانو په نه ګډون سره دا ناسته نه ترسره کېږي او حتی که ترسره هم شي، نو کومه پايله به ونه لري. امريکا د سولې په خبرو کې ځنډ او د خپلو ځواکونو وتلو نېټې ته په نږدې کېدو سره وپتيله چې د استانبول ناسته جوړه کړي څو بین الافغاي مذاکراتو ته چټکتیا ورکړي. ددې هېواد چارواکو په دې وروستیو کې په هېواد کې د انتقالي حکومت جوړولو طرحه چمتو کړې وه او په دې باور ؤ چې له مخې به يې د دوحې خبرو اترو د دوام لپاره لاره هواره کړي. دغه طرحه د طالبانو د شک او د حکومتي چارواکو څرګند مخالفت سره مخ شوه.

ورته لیکنې

Back to top button