له دوحې د افغان دولت د پلاوي له راستنېدو وروسته ولسمشر وايي چې طالبان سوله نه غواړي او نیت لري چې په تورې سره قضاوت وکړي.
محمد اشرف غني وایي چې د معاملې لپاره هېڅ اراده نشته او په ځینو سیمو کې وروستۍ کمزوري په امنیتي بنسټونو کې د سیاسي لاسوهنې پایله ده. هغه زیاته کړه چې د درېیو تر شپږو میاشتو پورې بیړنۍ امنیتي طرحه برابره شوې او د اوسنیو شرایطو بدلون ډېر وخت نه اخلي چې دا کار د دولت او خلکو ترمنځ په همغږۍ سره کېدای شي.
محمد اشرف غني د اختر له امله خپل پیغام کې د سختو ورځو د راتلو خبر ورکړ او وې ویل: «طالبان د سولې نیت او اراده نه لري.» هغه وايي چې دوحې ته د دولت د پلاوي لېږلو دلیل هم دا وه چې اتمام حجت وشي؛ ځکه د هغه په اند افغان دولت د سولې نیت لري او ددې لپاره یې قرباني هم ورکړې ده نو اوس باید په همدې اساسي نور تصمیمونه ونیول شي.
هغه زیاته کړه: «نړیووالو ته مو ویلي و چې د پینځه زره بندیانو خوشي کول تېروتنه وه، هغه مهال مو نړیوالو، سیاستوالو او کارپوهانو ته وویل چې دا کار ناسمې پایلې لري. خو اوس جوته شوه چې همدا کسان جګړه اداره کوي.
ولسمشر وایي چې هغه وخت بهرنیانو او ځینو افغانانو شک درلود چې دولت د سولې نیت نه لري او دولت هم له کومې لاس ته راوړنې پرته پنځه زره بندیان د مذاکراتو د پيلېدو په موخه خوشي کړل، خو له بده مرغه له دې سره سره طالبان تراوسه هم جدي او معنی لرونکو مذاکراتو ته نه دي چمتو شوي. محمد اشرف غني وايي: «له بده مرغه په تېرو دوو کلونو کې جمهوریت له هر لوري تخریب شوی، ځینو ته دا باور ورکړ شوی و چې په یوازې سولې ته رسېدای شي او د پردې ترشا به پایلې ته ورسېږي چې له هغې باید د وحدت او یووالي لپاره درس واخلو.»
ولسمشر جوته کړه چې پاکستان د تاشکند په ناسته کې جوته کړه چې پر طالبانو د نفوذ نه لرلو له امله دا ډله خبرو ته نه شي حاضرولی او ددې ډلې واک ته رسېدل هم ددغه هېواد لپاره یو خطر دی. ښاغلی غني وايي چې پاکستان دا خطر د ځان لپاره نه بلکې د افغانستان لپاره غواړي؛ ځکه د هغه په وینا د نوموړي هېواد هېڅ سیاستوال یا مهم ګوند په پاکستان کې د طالبانو نظام منلو ته حاضر نه دی.
د هېواد ولسمشر همداراز وویل چې د افغانستان اوسنی اساسي قانون په نړۍ کې ترټولو اسلامي قانون دی او که پاکستان د طالبانو حضور غواړي د ځان لپاره دې هم دا ډول نظام وغواړي.
هغه د طالبانو له خوا د بېخ بنسټونو پر ورانولو نیوکه وکړه او وې ویل چې دغې ډلې ډېرې ودانۍ چې د خلکو د زړونو په وینو جوړې شوې دي ورانې کړې.
ولسمشر وايي چې طالبان دې د خپلې جګړې دلیل روښانه کړي، که دوی افغانان دي د افغانستان په چوکاټ کې دې راټول شي پرته له هغې د جګړې په ډګر بدلولو ته د ترجېح ورکولو په صورت کې به دولت دا حق ورنه کړي.
محمد اشرف غني زیاته، طالبان چې په پاکستان کې اوسېږي نو اړتیا ده چې پوښتنه وکړي، هلته کوم قانون واکمن دی؛ ځکه د ولسمشر په باور تراوسه په پاکستان کې د انګلیسانو قانون واکمن دی. هغه وايي چې طالبان په قطر کې مذاکرات کوي په داسې حال کې چې ددغه هېواد په پوهنتون کې ښځې درس وايي او د امریکا ترټولو لویه پوځي اډه هم هلته ده، نو باید خلکو ته دا ووايي چې د راتلونکي لپاره څه کول غواړي.
د افغانستان ولسمشر وايي چې د نړیوالو ځواکونو په وتلو سره طالبان د واک له ترلاسه کولو پرته بله پلمه نه لري او له همدې امله یې اسلامي او ملي مشروعیت له لاسه ورکړی، چې د پاکستانیو مدرسو په ګډون دیني عالمان په افغانستان کې روانه جګړه مشروع نه ګڼي.
ولسمشر وایي چې د سرښندنې په پړاو کې یوو، باید څوک د امتیاز غوښتنه ونه کړي؛ بلکې ټول باید وښيي چې د هېواد لپاره څه کولای شي. هغه وایي بیا هم تکراروم چې د جمهوریت غېږه لویه ده او ټول پکې ځایېږو.
د ویلو ده چې دوحې ته د دولت د لېږل شوي پلاوي په وروستي سفر کې طالبانو ډلې ډېری وړاندیزونه رد کړي دي. دغې ډلې د اختر په ورځو کې هم د اوربند له اعلانه ډډه وکړه. طالبانو په تېرو دوو میاشتو کې جګړې ته زور ورکړی او څه د پاسه سل ولسوالۍ یې نیولې دي. که څه هم امنیتي بنسټونه وایي چې ډېر زر به دا سیمې بېرته ترلاسه کړي.



