د افغانستان د نسکور شوي جمهوري دولت د ولسمشر محمد اشرف غني تېښته او سقوط، یوه حیرانوونکې، ناڅاپي او د پوښتنې وړ ښکارنده ده. تراوسه ددې تېښتې او سقوط په اړه بېلابېلې شننې او لیکنې شوې دي. خو دا تېښته او سقوط له شکونو سره مل دی.
په دې ځای کې د اشرف غني تېښته چې د هغه تر مشرۍ لاندې دولت او حکومت یې په چټکه توګه سقوط کړ، د ولسمشرۍ د مطبوعاتو ریاست د یوه مسوول لخوا چې د حکومت د سقوط د شېبو شاهد و بیانېږي. په دې روایت کې د هغه نوم د نوموړي په غوښتنه د راوي په توګه نه یادېږي. هغه په یوه ځانګړې مرکه کې د ولسمشر د درېیو ورځو په اړه خبرې کړې چې په دغو درېیو ورځو کې څه وکړل او څه ډول ناڅاپه او د حکومت لوړپوړو غړو، کابینې او د خپل دفتر د رییس له خبرولو پرته له خپل کوچني ټیم سره یې هېواد پرېښود او له هېواده بهر شو.
هغه څه چې لاندې یې لولئ، د اشرف غني او په ارګ کې د ولسمشر په توګه د هغه د وروستیو درېیو ورځو د کار په اړه د راوي خبرې دي چې ماته یې کړې. ځینې دا څرګندونې د یوه شاهد او د ننه په ارګ کېد مطبوعاتي چارو د یوه مسوول په توګه د راوي د سترګو لیدلی دی چې صادقانه او له کم او زیات پرته یې کړې دي او لږ خبرې بیا د اشرف غني او د هغه د نظریاتو او کړنو په اړه دي چې ښکاره ده د لوستونکو له خوا ډول ډول تعبیرېدای شي.
جمعه، د ۱۴۰۰ کال د زمري ۲۲مه
محمد اشرف غني عجیبې ځانګړتیاوې لرلې. د دولت له غړو او کارکونکو په تېره بیا د ننه په ارګ کې یې چلند د نه اټکل وړ و. کله آن د یوه کارکوونکي څېره او یا د جامو رنګ هم د ولسمشر حال بدلاوه او هغه یې په غوسه کاوه. یوازینۍ غبرګون چې هغه یې خوشحاله کاوه، د هغه خبرو ته د تایید په توګه د لاسونو پړکول و. له دې سره سره او د ولسمشرۍ په وروستیو ورځو کې یې دا ځانګړتیا زیاته شوې وه. دا حالت ددې ښودنه کوله چې هغه طبیعي وضعیت او تعادل نه لري او یو ډول کرکه او عقده لري؛ خو ډېره ګرانه وه چې د تېښتې په نیت یې څوک پوه شي؛ ځکه تل یې د خلکو ترڅنګ د پاتې کېدو خبره کوله او تښتېدلي واکمنان یې په بدو صفتونو یادول.
اشرف غني د ننه په ارګ او حکومت کې پر یوې کوچنۍ کړۍ باور درلود او ورته نږدې و. د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب او فضل محمود فضلي د دې کړۍ ولسمشر ته نږدې کسان وو چې ټول امنیتي او د حکومتولۍ واکونه یې ورته سپارلي وو. په بل قدم کې بیا اجمل غني، اجمل احمدي او وفي الله هغه کسان وو چې تل یې په مالي معاملو کې پياوړی رول درلود. حمدالله محب یوازینی کس و چې له خپلې کورنۍ سره یې په ارګ کې ژوند کاوه او لومړي نمبر ماڼۍ ته یې د محمد اشرف غني د استوګنې ځای ته تګ راتګ درلود او آن ویل کېدل چې د ولسمشر د زوی په شان یې د شپې هم هلته استراحت کاوه. د حمدالله محب مېرمن به له ولسمشر سره اوږده ملاقاتونه کول. ما په ځلونو لیدلي چې په رسمي وخت کې به له خپلو ماشومانو سره ګلخانې ماڼۍ ته د ولسمشر لیدلو ته ورتله. اشرف غني د ورځني مهال وېش له مخې هره ورځ سهار له حمدالله محب او د چارو ادارې له رییس محمود فضلي سره درې کسیزه ناسته لرله.
له دې امله چې د ولسمشر سپارښتنې کله کله له دغې درې اړخیزو ناستو سمې او یا هم په خپل وخت د دفتر رییس متین بیک او یا د ارتباطاتو عمومي رییس وحید عمر ته نه رسېدې، د وحید عمر په وینا، یو ځل د غني د دفتر رییس متین بیک او د ولسمشرۍ د ستراتیژيکو اړیکو رییس وحید عمر له ولسمشر څخه وغوښتل چې دا دوه کسیزه ناسته څلور کسیزې ته بدله کړې ترڅو ددغو دفترونو ترمنځ لازیاته همغږي رامنځته شي. که څه هم ولسمشر دا وړاندیز تایید کړ او له هغه سره هر سهار څلور کسیزې ناستې ترسره کېدې، خو له هغې مخکې او یا وروسته به بیا هم محب او فضلي له اشرف غني سره دوه کسیزې ناستې کولې؛ یعنې هېڅ وړاندیز او وضعیت ددې لامل نه کېده چې ددغو ناستو د ګډون کوونکو شمېر زیات کړي چې دا په خپله د دوی د حکومتولۍ انحصار دی.
په وروستیو اوونیو کې د ولسمشر په پروګرامونو کې د امنیت شورا له حده زیاتو لاسوهنو له امله د ولسمشر ورځنی مهال وېش نامنظم شوی و. آن کله کله به له تیاري پرته او ناڅاپه یو ولایتي سفرونه، د امنیت شورا د مسوولینو له خوا د ولسمشر په کاري پروګرام کې شامل شول او بل مهم پروګرام چې تیاری به ورته نیول شوی و، لغوه کېده. د ارګ په نورو بنسټونو کې د امنیت شورا غیرمسلکي او غیرضروري د نفوذ اعمالول له هر وخته زیات اجرا کېدل. دغو کاري لاسوهنو په ارګ کې ټول بنسټونه له ستونزو سره مخ کړي و؛ خو دا چې حمد الله محب د ولسمشر د نازدانه زوی په شان و، هېڅ بنسټ اعتراض نشو کولای. د اشرف غني تصمیم به هم تل د امنیت شورا د لارښونو پربنسټ نیول کېده؛ آن که په بیړه به هم و. له هغې جملې د کابل بالاحصار ته له طالبانو سره د جګړې پيغام د ثبتولو لپاره د اشرف غني تلل چې د یوې بیړني تصمیم له مخې ترسره شو. اشرف غني فکر کاوه چې په دې پيغام سره د خپل حکومت حیات ته چې په چټکه توګه د سقوط په لور روان و، له خلکو په اوزاري استفادې ژوندی او د خپل حکومت بقا تضمین کړي.
جمعه چې رسمي ورځ نه وه، ولسمشر سهار په لومړي نمبر ماڼۍ کې له ځانګړي میلمه سره نیم ساعته ناسته پیل کړه. د دې کس نوم په ورځني مهالوېش کې نه و ذکر شوی او لومړۍ نمبر ماڼۍ ته هېچ چا تګ راتګ نه کاوه. د همدې ورځې له ماسپښین وروسته یې د سلام خانې ماڼۍ په الحاقیه کې یوه امنیتي ناسته کې ګډون وکړ د مازدیګر د ۶:۰۰ بجو په شاوخوا کې یو پیغام ثبتوي چې د حکومت له سقوط وروسته یې هم خپور نه شو. د ولسمشر د جمعې ورځې په مهالوېش کې یو بهرنی پروګرام هم ذکر شوی و، خو له ماسپښین وروسته راته وویل شول چې «ویډیوي پیغام» باید له ارګه بهر ثبت شي.
راته وویل شول چې د تنظیمولو لپاره یې باید تیاری ونیول شي. په معموله توګه د ولسمشر پیغامونه په ارګ ماڼۍ کې د ننه ثبتېدل، خو د دغه «جګړې پیغام» د ثبت لپاره له ارګه بهر یو ځای په پام کې نیول شوی و. په زړه پورې دا وه چې هېڅوک نه پوهېدل ولسمشر دا پیغام چېرته ثبتوي. آن د ولسمشرۍ ساتونکي هم نه پوهېدل چې دا پیغام چېرته ثبتېږي. بالاخره هغه ټیم ته چې د تیاري نیولو مسوولیت یې درلود، وویل شول چې د ولسمشر وینا د کابل په بالاحصار کې ثبتېږي.
د مطبوعاتي دفتر ټیم د ساتنې او تشریفاتو له ډلې سره د مقدماتي ټیمونو په توګه هغه ځای ته ولېږل شول ترڅو تیاری ونیسي. ولسمشر قصداً او په یوه خاص نیت بالاحصار د پیغام ثبتولو لپاره ټاکلی و.
هغه فکر کاوه چې بالاحصار یو تاریخي ځای دی چې د بریتانیې امپراتورۍ ځواکونه په دغه ځای کې مات شوي او ځپل شوي دي، له همدې امله د پيغام د ثبتولو لپاره ددغه ځای ټاکل د دښمن یعني طالبانو په وړاندې د ولسمشر د مقاومت او همداراز په جګړه او مقاومت کې د ولسمشر د ارادې ښودنه کوي او وسله والو ځواکونو او خلکو ته دا پیغام رسوي چې ولسمشر او اعلی سرقوماندان یې په جګړه کې کلک او پیاوړي ولاړ دی.
ولسمشر بالاحصار ته ورسېد او د دفاع وزیر، بسم الله خان، ترڅنګ یې دا پیغام ولوست. دا پیغام زموږ د دفتر له خوا ثبت شو. په دې پیغام کې اشرف غني د کابل له خلکو وغوښتل چې د خپل ښار د دفاع لپاره دې راپاڅېږي او د طالبانو په وړاندې ودرېږي. هغه چې د دفاع د وزیر ترڅنګ ولاړ و، له وسله والو ځواکونو یې وغوښتل چې پرې نه ږدي طالبان پلازمیني ته ننوځي او له طالبانو سره جګړه او له هېواد، پلازمینې او دولته دفاع یې ملي او دیني دنده ده. لنډه دا چې د غني دا پیغام د جګړې پیغام و، نه د سولې. د جګړې، د مقابلې، د ولسي پاڅون او د وسله وال پوځ د مېړانې خبرې یې کړې وې چې باید ټول د طالبانو په وړاندې ودرېږي او له کابل څخه دفاع وکړي.
دا چې په نورو ادارو کې د امنیت شورا لاسوهنې ډېرې شوې وې، د دې پیغام متن هم د حمد الله محب په مشرۍ د ملي امنیت شورا د دفتر له خوا برابر شوی و.
په بالاحصار کې د ولسمشر ثبت شوی پیغام په معمول ډول باید تخنیکې اېډیټ شوي وای. له تخنیکي سموونې وروسته، آن د وحید عمر په ګډون د ارګ مطبوعاتي دفتر د مسوولینو نظر دا و چې دا پیغام دې نه خپرېږي؛ ځکه د جګړې اور لازیاتوي او له بلې خوا دا پیغام باید د ولایتونو له سقوط مخکې خپور شوی وای.
په هر صورت، ټاکل شوې وه چې دا پیغام د هماغې جمعې په شپه خپور شي، خو د هغې پرېکړې له مخې چې روښانه نه وه چا کړې وه، دا پیغام خپور نه شو. بې له شکه دا پرېکړه د ولسمشر د پرېکړو تر ټولو صلاحیت لرونکې کس او یا کېدای شي د بهرنیو او کورنیو سیاسي څېرو له خوا په په ولسمشر د فشارونه زیاتوالی، د دې لامل شو چې دا مهم پیغام خپور نه شي. ټول پوهېږي چې د کابل د سقوط په وروستیو ورځو کې پر ارګ ډېر فشارونه وو او هغو ډېری کسانو چې فشار راوړو، په «درې کسیزه جمهوریت» مشهور حکومت د پای ته رسولو پلویان وو.
د جمعې په شپه یا د هماغه ورځې په سهار د ارګ په ټولنیزو پاڼو کې په ګمراه کوونکي ډول د ولسمشر د پیغام د خپرولو پر ځای، له دفاع وزیر سره یو ځای د کابل له بالاحصاره د لیدنې خبر خپور شو.
له بده مرغه د ارګ د مطبوعاتي دفتر په کارونو کې د امنیت شورا د دفتر او د چارو ادارې له خوا تل غیر مسلکي لاسوهنې کېدې او د ولسمشر تر ټولو مهمو ناستو کې یوازې پې معنا او تشریفاتي خبرې خپرېدې چې دا ټول د دې لامل شول، ولس له خپل راتلونکي بې خبره پاتې شي؛ نه بښونکې جفا چې تر ننه پورې نه جبرانېدونکې ده.»
شنبې، د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې ۲۳مه:
د شنبې ورځ، د زمري ۲۳مه نېټه، چې رسمي ورځ وه، ولسمشر په معموله توګه خپل کار له حمدالله محب او محمود فضلي سره له «درۍ کسیزې ناستې» پیل کړ. د دې ورځې یوه په زړه پورې ناسته «د بې کورنیو بې ځایه شویو په اړه ناسته» وه چې د معمول خلاف د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په دې ناسته کې ګډون نه و کړی، که څه هم چې نوم یې له مخکې په اجنډا او مهالوېش کې موجود و. امرالله صالح له هغو چارواکو و چې ډېر لږ به په ناستو کې حاضر نه و.
له بلې خوا د کورنیو بې ځایه شویو په اړه ناسته د هېواد بد وضعیت ته په کتو، د ټولو لپاره د پوښتنې وړ وه. د طالبانو د پرمختګ بد خبرونه په ټولو ځایونو کې اورېدل کېدل او ختیځ ولایتونه له نښتو پرته طالبانو ته تسلیمېدل. د ولسمشر ظاهري بې تفاوتي راته بې ځوابه پوښتنه وه چې ځواب مې د یکشنبې په ورځ د هغه په پټې تېښتې سره ترلاسه کړ.
له سیاسي مشرانو سره ناسته، د شنبې ورځې له مهمو ناستو وه چې د هغه د غوښتنې پر بنسټ ترسره شوه. که څه هم ولسمشر دې ناستې ته لېواله نه و، خو مجبور و چې پکې ګډون وکړي. د هغو معلوماتو پربنسټ چې له ناستې وروسته مې ترلاسه کړل، ولسمشر غني د دې ناستې له ګدون کوونکو سره ژمنه وکړه چې د طالب ـ سیاسیون حکومت د جوړېدو لپاره ګوښه کېدو ته تیار دی او په ناسته کې حاضر سیاسیون کولای شي دا پیغام طالبانو ته ورسوي. د امریکا د سفارت شارژدافیر، ښاغلي راس ویلسن سره لیدنه هم د دې ورځې په مازدیګر له سیاستوالو سره له ناستې وروسته په حضوري بڼه په ارګ کې ترسره شوه.
د امریکا له بهرنیو چارو او دفاع وزیر سره جلاجلا ټلیفوني اړیکې په ارګ کې د ولسمشر غني د شنبې وروستی کاري پروګرام او ښايي هم له امریکا سره د ولسمشر په توګه د هغه وروستۍ خبرې وې. په ارګ کې له سیاسي مشرانو سره له ناستې وروسته د امریکا له بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو سره په د اشرف غني ټلیفوني خبرې ډېرې مهمې وې او داسې ښکارېدل چې هغوی غني دې ته چمتو کړ ترڅو له واکه ګوښه شي او د هوکړه لیک د لاسلیک واک د عبدالله په مشرۍ هغه پلاوي ته ورکړي چې په ورپسې ورځ قطر ته روانېده.
همدارنګه له دوستانو خبر شوم چې ګواکي ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا له بهرنیو وزیر سره په خبرو کې هوکړه وکړه او په سبا یې یعني د یکشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې خپله استعفا اعلانوي او واک په رسمي توګه په هغه څه چې د طالبانو او سیاسي غړو ترمنځ هوکړه شوی وه سپاري خو دا کار عملي نشو.
یو بل ټکی چې غواړم دلته یې یادونه وکړم، د ۲۰۱۹ کال د ولسمشرۍ ټاکنو او د جرمني په مونیخ امنیتي غونډه کې له امرالله صالح سره د ولسمشر ګډون او په ټاکنو کې د اشرف غني د بریا او د کمېسیون د اعلان په اړه ده. د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ میاشت کې کله چې ولسمشر د مونیخ په امنیتي غونډه کې د ګډون لپاره په جرمني کې و، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپیو او دفاع وزیر، ښاغلي مارک اسپر سره یې یوه اوږده ناسته لرله. دا لیدنه چې د جنجالي ټاکنو د وروستیو پایلو تر اعلانه دوې یا درې ورځې مخکې وشوه، د افغانستان له خوا امرالله صالح او حمدالله محب او د امریکا له خوا خلیلزاد هم پکې ګډون درلود.
زه د ناستې په څنګ کوټه کې له لږ شمېر همکارانو سره په تمه وم او یا د تېرو ورځو د لیدنو د خبرونو پر سر مو کار کاوه. له لیدنې وروسته ناڅاپه امرالله صالح د تل په شان عادتونو سره، په ویاړلې بڼه دننه شو او په داسې حال کې چې لاسونه یې سره وهل، کرار یې وویل: «پای ته ورسېده په خیر!» په همدې وخت کې په خپل موبایل پسې ګرځېد چې چېرته زنګ ووهي. کله چې امرالله صالح له انتظار خونې خپلې کوټې ته ولاړ او ددې ناستې نور ګډون کوونکي هم دهلیز ته راوتي وو د یو بل په غوږونو کې یې ویل چې ګواکي د ټاکنو کمېسیون ډېر زر د اشرف غني په ګټه پایلې اعلانوي او د دې موضوع پر سر د دواړو خواوو ترمنځ په تېره ناسته کې، هوکړه وشوه. په همدې ځای کې یې وویل چې د دې حکومت عمر به لنډ وي.
د دې هوکړې ترسره کېدل د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو په څېرو کې هم ښارېدل چې ګواکي له اشرف غني سره مهمې هوکړې ته رسېدلي. دا دوه وزیران خوښ ښکارېدل او له موږ څخه یې وغوښتل چې د انتظار خونه د څو شیبو لپاره تشه کړو ترڅو هغوی وکولای شی څو دقیقې په یوازېتوب خبرې وکړي. دا لیدنه د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۱۴ یا ۱۵ مه نېټه ترسره شوه او له جرمني د ولسمشر له بېرته راستنېدو وروسته، د فبرورۍ په ۱۸ نېټه د ټاکنو د کمېسیون وروستۍ پایلې اعلان او ولسمشر غني یې ګټونکی اعلان کړ.
ددې لپاره مې دا مسله یاده کړه چې ښايي ولسمشر غني د لنډ وخت شپږو میاشتو، یوه کال له کم او زیات وخت په اړه د جرمني د مونیخ غونډه کې هوکړې کړې وه. خو له دې امله چې اشرف غني په سیاست کې هېڅ ژمن نه و، په دېر احتمال هغه ژمنه یې چې د جرمني په مونیخ کې یې د امریکا له دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو سره یې کړې وه، د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته په ژمنه نه درېده؛ له همدې امله کورنۍ او بهرنۍ کړۍ مجبورې وې چې پر هغه فشارونه زیات کړي. له همدې امله مجبور وو چې پر هغه فشارونه زیات کړي. د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو د وزیرانو ټلیفوني خبرې، د امریکا دسفارت له سرپرست سره خبرې او د هېواد له سیاسي مشرانو سره ناسته، پر ولسمشر وروستي فشارونه وو او ټولو له ولسمشره ژمنه اخیستې وه چې د واک لېږد ته غاړه کېږدي.
خو اشرف غني په ځیرتیا سره خپلې پټې او اصلي لوبې ته دوام ورکړ او له بهرنیو او کورنیو سیاستوالو سره له هوکړو سره سره یې د یکشنبې په ورځ په ناڅاپي تېښتې د واک تشه رامنځته کړه او له وړاندې ټول پرګرامونه یې ګډوډ کړل.
پوښتنه دا ده چې ولې اشرف غني داسې وکړ؟ زما په نظر اشرف غني یو ماهر او بد لوبغاړی و، سخت ځان غوښتونکی و، له تعصبه ډک و او د جهادي مشرانو په وړاندې یې پراخه عقده لرله. اشرف غني په عقده مندۍ وغوښتل چې واک د خپلې موخې له مخې سل په سلو کې طالبانو ته چې د حکومتولۍ تجربه نه لري، وسپاري او همداراز هېڅ ډول ګډ او مشارکتي دولت جوړ نه شي. هغه دا کار په تېښتې او د واک په تشې ترسره کړ.
البته د دې روایت د راوي په نظر په اړه چې اشرف غني په یوه عقده یي لوبه کې چې د خپلو سیالانو په وړاندې یې لرله دا ډول یې د واک په تشې په قصدي توګو واک طالبانو ته وسپاره، په ځیرتیا سره فکر وشي. ښایي غني غني په دې ډول تفکر سره دا ډول د واک لېږد په پام کې درلود او عملي یې کړ؛ خو په دې کار یې طالبان له نړۍ سره په لویې ستونزې سره مخ کړل. تراوسه واک ته د طالبانو له رسېدو او د دوی د سرپرست حکومت له جوړېدو راهیسې هېڅ یوه هېواد د دوی د حکومت په رسمیت پېژندلو ته نه دی حاضر شوی او افغانستان کابو لس میلیارد ډالري شتمني امریکا کنګل کړې ده. دا وضعیت د طالبانو د سرپرست حکومت او د دوی د حکومتولۍ لپاره د ننګونې ډک او خطرناک دی. په داسې حال کې، که واک له طالبانو سره له هوکړې وروسته یوه ګډو حکومت ته لېږدول شوی وای او اشرف غني هغه ترسره کړی وای، ډېر احتمال موجود و چې هغه حکومت د نړۍ د زیات شمېر هېوادونو له خوا په رسمیت وپېژندل شي او طالبان له اوسنیو ستونزو سره مخ نه وای.
یکشنبې، د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې ۲۴مه:
«د ولسمشر د پروګرام په جدول یا سکیجول کې د یکشنبې ورځې لپاره تیار شوي و او د تېرې ورځې په ماښام زما لاس ته ورسېد، د نورو ورځو په خلاف ډېرې لیدنې نه وې. نن لومړۍ لیدنه له سلام رحیمي او وروسته حمدالله محب او محمود فضلي سره وه. له محب او فضلي سره له لیدنې وروسته د متین بیک او وحید عمر سره وه. د لوړپوړي سلاکار، اکرم خپلواک او د سوداګرۍ او صنعت وزیر، نثار احمد فیضي غوریاني هم له هغه کسانو وو چې د سهار په مهال وېش کې یې نومونه لیکل شوي وو. له اکرم خپلواک سره لیدنه ډېره لنډه وه او فکر کوم له غوریاني سره ونه شوه.
زه د یکشنبې په ورځ د ۱۰:۰۰ بجو شاوخوا ارګ ته دننه شوم. د ارګ کارکوونکي اندېښمن وو، ډېر شمېر یې له ارګه وتل. زموږ د دفتر مسوولین هم وېرېدلي ښکارېدل. خلکو هم ښار ته د طالبانو د راننوتلو خبرې کولې.
د ماسپښېن ۱۲:۳۰ بجو شاوخوا خبر راورسېد چې ګواکي ولسمشر د دفاع وزارت د سوق او ادارې ته ځې. په معموله توګه باید هغه ځای ته تللي وای او تیاري مو نیولی وای.
کله چې د دفاع وزارت ته ولاړو، په وزارت کې د ولسمشر له راتګه څوک نه و خبر. په وزارت کې هېڅ تیاری او تشریفات هم نه وو. کابو یو ساعت په دفاع وزارت کې لالهانده شوو او د ولسمشر له نږدې مسوولینو سره مو چې اړیکه ونیوله، موږ ته به ویل کېدل چې په تمه شئ. بجې د ماسپښین دوه دوه نیمې بجې وې چې د دلګشا ماڼۍ له ډګره چورلکې پورته شوې. لومړی مو فکر وکړ چې ولسمشر په چورلکه کې د دفاع وزارت ته راځې چې معمول کار نه و؛ خو له الوتنې وروسته مو ولیدل چې چورلکې د شمال خوا ته روانې شوې او له موږ لیرې شوې.
د ساتنې ریاست (پي پي اس) یو شمېر مسوولین چې په دفاع وزارت کې وو، له خپل رییس سره یې ټلیفوني او مخابره یي اړیکې ونیولې، خو چا ځواب نه ورکاوه. پرلپسې اړیکو هېڅ پایله ورنکړه، یو شمېر نور مسوولین او قوماندانان یې چې په مخابرو کې فعال هم و، نه پوهېدل چې اصلي خبره څه ده او چورلکې چېرته ولاړې.
ما هم د خپل دفتر له مشر سره اړیکه ونیوله، خو د هغه ټلیفون هم بند و او ځواب يې رانه کړ. موږ هم سمدلاسه له وزارته راووتو او ارګ ته ستانه شوو. د ریاست جمهورۍ د ساتنې د ریاست مسوولینو په مخابرو کې هره شېبه په ارګ کې د کړکېچ نوی خبر رارسېده.
د ولسمشر د ساتنې عمومي ریاست (پي پي اس) له کابو درېیو زرو تنو جوړ و. دې ریاست د حامد کرزي په دوران کې تر دوو زرو پرسونل درلود، خو د اشرف غني د دورې له پیلېدو سره د دې ریاست تشکیل ډېر شو؛ ځکه له یوې خوا د هغه یوه معاونت د مخکیني ولسمشر ساتنه پر غاړه لرله او له بلې خوا د اختر ابراهیمي په ګمارل کېدو سره، د ساتنې د ریاست تر کنټرول لاندې سیمه نوره هم پراخه شوه.
د اشرف غني په دروان کې د ولسمشر د ساتنې په ریاست کې ډېری جذب شوي کسان د لغمان او لوګر ولایتونو وو. د ولسمشر د ساتنې ریاست په تجهیزاتو او پرسونل سمبال او ژمن بنسټ و. د ارګ دننه او بهر ټولې سیمې د مجهزو امنیتي کامرو تر پوښښ لاندې وې. که رېښتیا هم وغواړي پېښې په مستند توګه وړاندې کړي، طالبان کولای شي په دې کامرو کې په دقیقه توګه وویني چې هغه ورځ په ارګ کې څه تېر شول او چا د ارګ پیسې، اسناد او شتمنۍ چور کړې.
که څه هم حامد کرزی نور ولسمشر نه و، خو د ولسمشر د ساتنې په ریاست کې یې ډېر نفوذ درلود او د دې ریاست په مدریتي کچه کې له ځانګړي درناوي برخمن و.
د اشرف غني او د هغه د نږدې ټیم له تېښتې وروسته، د ولسمشر د ساتنې د ادارې قوماندانۍ او سوق اداره هم له منځه ولاړه، د ارګ له پرېښولو پرته مې بله لاره نه لرله.
څو ساعته وروسته خبر شوو په مخابرو کې چې د پیسو د چور لومړی غږ واورېدل شو د پیسو د ایستلو په اړه د لومړۍ نمبر ماڼۍ د یوه خانه سامان و. په «آی ام اف» (د ولسمشر د ساتنې ریاست ته یو نږدې ځای چې د ولسمشر موټر هم هلته درېدل) ولسمشر ته یو شمېر نږدې امنیتي ساتونکو د هغه له تېښتې وروسته د پیسو پر سر فزیکي شخړه وکړه. آن له یوه همکاره مو واورېدل چې د ساتنې د ریاست اوپراتیفي مرستیال هم چې د پیسو د غلا نیت یې درلود، په ارګ کې له ټیټ رتبه کارکوونکو سره په نښته کې پر لاس ټپي شو.
همدارنګه په همدې وضعیت کې د ولسمشر غني یوه چلوونکي هم په دې پلمه چې د حامد کرزی کور ته غوښتل شوی، د ولسمشر موټر چې پکې پیسې پکې وې له ارګه بهر ته لېږدولی. د ولسمشر د ساتنې په ریاست کې د قوماندان نشتوالي لږ تر لږه د اشرف غني له تېښتې وروسته درې ساعته نور هم دوام درلود تر دې چې بالاخره د جنرال محمد الله امین په قوماندې، د دې ریاست د فزیکي امنیت قوماندان او ورسره نورو نږدې کسانو له خوا یې، د ارګ وضعیت تر کنټرول لاندې راوست.
له دې ټولو ګډوډیو وروسته، د جنرال امین د خبرو پربنسټ چې ددې پېښې په شپه یې په الجزیره تلویزیون کې له طالبانو سره په ژوندۍ بڼه د ارګ له ګلخانې ماڼۍ خبرې کولې، د حامد کرزي او معصوم ستانکزي د وړاندیز پربنسټ یې طالبانو ته د ارګ د ساتنې تر سپارلو پورې د ارګ امنیت د ساتلو مسوولیت پرغاړه اخیستی و. جنرال امین تر یوه بریده د ارګ د چور مخنیوی وکړ او ساتونکو ته یې امر وکړ چې د هغه تر قوماندې لاندې ارګ ته د تګ راتګ مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې دوې اوونۍ وروسته د ولسمشر زیات شمېر ساتونکو دا ادعا وکړه چې جنرال محمد امین خپله د ارګ په کنټرولولو سره، له خپلو نږدې کسانو سره پاتې پیسې له ارګه را ایستلې وې. د تخلیې بهېر له بشپړېدو دوې یا درې ورځې مخکې، جنرال امین له یو شمېر نږدې کسانو او همکارانو سره د هغو افغانانو په منځ کې لیدل شوی و چې له افغانستانه وتلي دي.»





