د طالبانو له واکمنېدو وروسته ګڼو رسنیو د کلکو محدودیتونو او ځپنې لامله خپلې چارې ودرولې. د دغو رسنیو مسوولانو ویلي چې په داسې شرایطو کې کار کول د ځان سانسورۍ او د طالبانو د تګلارو د تعقیب لامل شوی دی. په دې وروستیو کې څو طالب چارواکي هرات ته تللي وو او هلته یې رسنیو ته امر کړی چې د امر باالمعروف او نهی عنی المنکر بنسټ اړوند مسایل خپاره کړي. دغه راز، نشراتي مسوولانو ته ویل شوي چې د امنیتي او هغو مواردو په اړه چې د دغې ډلې ګټې له ګواښ سره مخامخوي، په هکله یې له رسنیو سره ونه غږېږي. دې حالت د هېواد په لویدیځ کې د رسنیو او خبریالانو ګڼې اندېښنې راپارولې دي. هغوی باوري دي چې د دغه حالت له دوام سره به رسنۍ د طالبانو په بشپړې تبلیغاتي دستګاه بدلې شي. خبریالان وايي چې طالبان له هغو جلاوطنه افغان رسنیو سره د مقابلې په لټه دي چې له هېواده بهر فعالیت کوي. دا په افغانستان کې د وینا او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې جدي ننګونې ګڼل شوې دي.
هرات ته په دې وروستیو کې څو طالب چارواکي ورغلي او هلته یې د دغې ډلې له نشراتي مسوولانو سره کتلي دي. په دې ناستو کې رسنیو او خبریالانو ته ویل شوي چې رسنۍ دې د دوی له نظر سره سم د امر باالمعروف او نهی عنی المنکر اړوند مسایل خپاره کړي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس رییس ضیاالحق حقمل ویلي چې امر باالمعروف او نهی عنی المنکر ته بلنه د کورنیو رسنیو دنده ده او رسنۍ دې دا دنده پرځای کړي. نوموړي هغه افغانې رسنۍ چې له هېواده بهر فعالیت کوي، غربي بللي او ادعا یې کړې چې د دغو رسنیو د فعالیتونو یوه برخه د افواهاتو خپرول او تفرقهاچول دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي رحمتالله نړیوال هم د لویدیځې حوزې خبریالانو ته ویلي چې رسنۍ اړې دي د طالبانو د قوانینو او اسلامي شریعت له اصولو سره سم فعالیت وکړي. نوموړي زیاته کړې چې رسنۍ دې د دغې ډلې د کړنلارې له مخې خپرونې وکړي او د کړنلارو خلاف خپرونو څخه دې ډډه وکړي.
دغه طالب چارواکي په لویدیځه حوزه کې د دې ډلې ویاندویانو او نشراتي مسوولانو ته خبرداری ورکړی چې د امنیتي پېښو په اړه له رسنیو سره ونه غږېږي. نوموړي ټينګار کړی چې له خبریالانو سره د امنیتي مسایلو په اړه خبرې اترې منع دي.
په هرات کې د طالبانو اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي په لویدیځه حوزه کې د دې ډلې نشراتي مسوولانو ته ویلي چې د هغو افغان رسنیو پر وړاندې ودرېږي چې له هېواده بهر فعالیت کوي. دغې ډلې جلاوطنه رسني او هغوی چې له هېواده بهر فعالیت کوي، د افواهاتو په خپرولو تورن کړي دي.
د هېواد په لوېديځه حوزه کې پر رسنيو د طالبانو له خوا د نويو محدودیتونو له لګېدو وروسته ګڼ خبریالان اندېښمن شوي دي. دا خبریالان باوري دي چې طالبان نه غواړي د هېواد ورځنیو پېښو ته په سمه توګه پوښښ ورکړل شي.
مسعود یوسفي (مستعارنوم) په هرات کې یو خبریال دی. نوموړی وايي چې طالبان د رسنیو پر وړاندې د شته ستونزو د هواري پرځای، خنډونه جوړي او غواړي چې ازادۍ رسنۍ پر خپلې تبلیغاتي دستګاه بدلې کړي. هغه ویلي چې طالب ویاندویان د خبریالانو پوښتنې نه ځوابوي او هېڅ حساب کتاب نه شته. یوسفي ټينګار کړی چې د طالبانو نویو فرمانونو او د رسنیو پر فعالیتونو پراخ لګول شوي محدودیتونو د معلوماتو خپرولو ننګونې ډېرې کړې دي.
دغه خبریال له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «طالبان د شته ننګونو او خنډونو د له منځه وړلو پرځای، د رسنیو پر وړاندې لاډېر محدویتونه پلي کړي دي. له دې وړاندې یې د جنايي او امنیتي پېښو په اړه زموږ پوښتنې نه ځوابولې او د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت د پلاوي تازه څرګندونو ولایتي ویاندویان لا ډېر زړور کړل چې په قاطعیت سره ځواب ورنه کړي.»
د لویدیځې حوزې خبریالان وايي چې طالبان د دغو محدودیتونو د پلي کولو له لارې هڅه کوي چې کورنۍ رسنۍ تر خپل کنټرول لاندې راولي؛ څو په خبره یې، په ازاده توګه د معلوماتو له خپرېدو مخنیوی وشي. هغوی ټينګار کوي چې دا ګام په ځانګړې توګه د تبعیدي رسنیو چې له هېواده بهر فعالیت کوي، د وینا ازادي ځپي او اطلاعاتو ته یې لاسرسی محدودوي.
د لویدیځې حوزې خبریالان دا لګول شوي تازه محدودیتونه د رسنیو د «وروستۍ سلګۍ» بللي او ټينګار یې کړی چې په دې شرایطو کې رسنۍ یوازې هغه خپرونې خپروی چې د طالبانو په ګټه وي او د خپلواکه خپرونو اجازه نه لري. دا وضعیت په هېواد کې د بیان ازادي او معلوماتو ته د لاسرسي حق په جدي توګه محدودوي چې د رسنیو راتلونکي او په ټولنه کې یې د رول په اړه جدي اندیښنې راپارولې دي.
اخوا، له افغان خبريالانو د ملاتړ سازمان هم د يوې اعلاميې په خپرولو ویلي چې طالبانو په ژوندۍ بڼه د سیاسي خپرونو پر خپرواي بندیز لګولی دی. د دغه سازمان په خبره، طالبانو رسنیو ته په تحلیلي او سیاسي خپرونو کې خپل باوري کسان د کارپوهانو په توګه ورپېژندلي دي. نوموړي سازمان زیاته کړې چې طالبانو د رسنیو پر وړاندې سخت سانسور پلی کړی او په وینا یې، په هېواد کې یې د وینا ازادي له منځه وړې ده.
له دې وړاندې د افغانستان خبریالانو مرکز ویلي و چې طالبانو په تېرو درېیو کالو کې د رسنیو قانون خلاف لږ تر لږه ۱۷ رسنیزې کړنلارې صادرې کړې دي. د نوموړي بنسټ په خبره، دا کړنلارې د رسنیو پراخې برخې رانغاړي چې په ملي راډیو ټلویزیون کې د ښځو پر کار کولو بندیز، په رسنیو کې د ښځو او نارینهوو جلا کول، له نارینهوو سره د ښځو او له ښځو سره د نارینهوو پر مرکه کولو او د موسیقۍ پر خپرولو بندیزونه شامل دی.





