د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر ویلي چې تهران ته یې د خپل سفر پر مهال له ایراني چارواکو سره رغنده خبرې کړې دي.
د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس مشر رافیل گروسي د شنبې په ورځ (مارچ ۴مه) د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې له مشر محمد اسلامي سره په ګډه خبري غونډه کې وویل: «د رغنده خبرو اترو او د ښو تړونونو په درلودلو سره چې زه ډاډه یم چې موږ به یې ولرو، موږ به د مهمو تړونونو لپاره لاره هواره کړو.»
د ګروسي دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې بلومبرګ نیوز تر دې مخکې د ایران په اتومي تاسیساتو کې د ۸۴ غني شوي یورانیمو د کشف خبر ورکړی و.
تهران ته د ګروسي دوه ورځنی سفر په داسې حال کې شوی چې په ویانا کې میشت د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیواله اداره د دغه هیواد د اټومي فعالیتونو په برخه کې له ایران سره د لا زیاتې همکارۍ غوښتونکي ده.
یوې ډیپلوماتیکې سرچینې ای اېف پي ته ویلي چې ګروسي به د ایران له ولسمشر ابراهیم رئیسي سره، د لوړې کچې اټومي خبرو بیا پیل په موخه وګوري.