۸صبح، کابل: د کرېکټ نړیوالې شورا خبر ورکړی چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ورو توپاچوونکی راشدخان به د هند پر وړاندې د درېیو ۲۰ اوریزو نړیوالو لوبو برخه نه وي.
د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) چهارشنبه د مرغومي پر ۲۰مه د افغان کرېکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ په حواله خبر ورکړی چې راشدخان په دې لوبلړۍ کې د لوبېدو لپاره چمتو نه دی.
راشدخان په هند کې د کرېکټ د پنځوس اوریز نړیوال جام وروسته د ملا جراحي عملیات کړي و چې له همدې امله له متحده عربي اماراتو سره هم د افغان لوبډلې په لوبلړۍ کې ونه لوبېد.
افغان کرېکټ ملي لوبډله له هند سره درې ۲۰ اوریزې نړیوالې لوبې کوي.
د دغې لوبلړۍ لومړۍ لوبه سبا د جنورۍ پر ۱۱مه، دویمه د همدې میاشتې پر ۱۴مه او درېیمه هغه یې بیا د جنورۍ پر ۱۷مه په هند کې کېږي.
د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل دی چې افغان کرېکټ ملي لوبډله په درېیو ۲۰ اوریزو لوبو کې له هند سره مخ کېږي.