۸صبح، کابل: د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اوریزو لوبو لوبډلمشر راشد خان د اسټرالیا کرېکټ بورډ د هغې پرېکړه په غبرګون کې چې نه غواړي له افغان لوبډلې سره لوبې وکړي ویلي چې اسټرالیا له افغانستان سره نه لوبېږي؛ خو له ماسره د بېګباش په لیګ کې لوبې کوي چې په خبره یې، دا کار بیا د افغان کرېکټ لوبغاړو کم راوستل دي.
راشد خان سهشنبه د وري پر ۲۸مه له «espncricinfo» سپورټي رسنۍ سره په یوې مرکه کې ویلي چې افغانستان سره د لوبو لغوه کولو په اړه د اسټرالیا کرېکټ بورډ وروستۍ پرېکړې ځورولی دی.
نوموړي زیاته کړې چې د اسټرالیا په دې پرېکړې سره به دی د دغه هېواد سوداګریز لیګ (بېګباش) کې د لوبېدو په اړه غور وکړي.
خان ویلي: «ډیر شیان مې په ذهن کې راځي. لکه ته [اسټرالیا] نه غواړې زموږ له لوبډلې سره لوبې وکړې؛ نو بیا ولې غواړې چې زه ستاسې په هېواد کې لوبه وکړم؟ ځکه زه ستاسې په هېواد کې هم د کرېکټ لوبېدو اجازه نه لرم.»
د یادونې ده چې د اسټرالیا کرېکټ بورډ څه موده وړاندې اعلان وکړ چې د افغانستان پر وړاندې د شل اوریز کرېکټ د درېیو لوبو لړۍ نه کوي. دوی یې لامل د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې پر ښځو او نجونو پرلپسې بندیزونه بللي و.
افغان کرېکټ بورډ بیا د اسټرالیا د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي و چې سیاست او لوبې جلا مسایل دي.