۸صبح، کابل: د موسمي بدلونونو د ورانوونکو خطرونو په تړاو افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ پلاوي له دریځ نیولو وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه نظر څرګند کړی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي دوشنبه د لړم پر ۱۶ په یو لړ ټویټونو کې ویلي، چې افغانستان یوازې په روان کال کې د موسمي بدلونونو له امله ۲ میلیارد ډالر زیان لیدلی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د مصر په شرمالشیخ کې د موسمي بدلونونو ناسته په نړۍ کې د موسمی بدلون د ننګونې د حللارې لپاره لومړنی ګام ګڼلی دی.
دغه وزارت ویلي، چې موسمي بدلونونه سیاسي پولې نه پېژني او د افغانستان په څېر هېوادونه چې تل د موسمي ناورین په رامنځته کېدو کې هېڅ رول نه لري ترټولو زیات زیان ویني او باید له پامه ونهغورځول شي.
د ویلو ده، چې یوناما هم تېره ورځ افغانستان کې د موسمي بدلونونو له خطرونو خبرداری ورکړ او په دې برخه کې یې د بېړني اقدام غوښتنه وکړه.