په افغانستان کې د واک په سر شخړه اوږد او خونړۍ تاریخ لري. له ډېرو کلونو راهیسې د دې شخړې په درشل کې زیاتې جګړې او غچ اخیستل روان دي. د واک او سیاست دغه بدمرغه، شخړه او د وینو تویولو سخته تنده وخت په وخت انتقالیږي او د وینو او اور دا لړۍ له کلونو راهیسي د بېوزله، وږو او له سوکالۍ او پرمختګ څخه بېبرخې هیوادوال ورسره مخامخ دي. تاریخي تجربې ښودلې، چې په هېواد کې واک غوښتونکو او واکمنو سیاستوالو د ټولنیز عدالت او د ولسواکۍ او د اتباعو د مدني آزادیو له تامینولو پرته، نورې ټولې لارې پلټلي او تجربه کړې، چې د واک او شتمنۍ د منابعو له ویشلو څخه نیولې بیا د دولتي څوکیو تر وېشلو پورې له هر سیاسي جوړجاړي کار اخیستی ترڅو شخصي ګټې ترلاسه کړي، چې په تېرو شلو کلونو کې دا کړنه عامه وه او د ارګ واکمنانو دا د نورو لپاره د هوښیارۍ او د سیاسي دوکې د چلند په توګه تعبیر کړه. دې سیاسي چلندونو په دې میکانیزمونو سره د ډیموکراسۍ په نوې تجربې او ډیموکراتیکو کړنو ملنډې وهلې دي.
په بېلابېلو وختونو کې په هېواد کې د نظام او جوړښت د څرنګوالي په اړه سیاستوالو بېلابېلې غوښتنې لرلې، چې کله هم د دوی سیاسي ګټې یوې معاملې ته اړتیا پیدا کړې او په یوه موقف یا څوکۍ کې د پاتي کېدو او له حکومتولۍ څخه د ښې ګټې پورته کولو لپاره، د نظام په جوړښت کې د بدلون خبره هېره کړی او په تاقچه کې اېښودل شوې او برعکس، د مشهورې وینا له مخې چې کله «لږه وررسېدلی» نو غږ یې پورته کړی او د نظام طبیعت د سیاسي بهیرونو او واک ترلاسه کولو او شتمني لپاره بهانه ګرځیدلی. که یوازې په تېرو دوو لسیزو کې د سیاسي غوښتنو دغه پورته او ښکته محاسبه وکړو، وبه ګورو چې سیاستوالو په تېرو شلو کلونو کې د ولس پر غوښتنو کم تمرکز کړی او د واقعیتونو پر بنسټ په افغانستان کې د نظام د ماهیت په اړه اندېښمن شوي دي. د دوی په منځ کې یو څو تنه سیاستوال او سیاسي مشران موندل کېدای شي، چې په هر وخت کې یې د یو مثالي سیاسي نظام د جوړولو لپاره مبارزه کړې وي او پرې ولاړ وي. یو له هغو سیاستوالو څخه، چې په بېلابېلو سیاسي فصلونو کې یې متضاد دریځونه درلودل، د افغانستان د تښتیدلی ولسمشر محمد اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش دی. هغه د بې هېواده سیاست په ډګر کې د یو کال او دوو میاشتو له غیر حاضری وروسته په دې وروستیو کې په بهر کې یو سیاسي ګوند جوړ کړ او د خپلې خوښې نظام بڼه یې «فدرالي نظام» وبلله.
دغه دریځ له ډېرو پوښتنو او نیوکو سره مخ شوی دی. د هېوادوالو او سیاسي ډلو ډېرې نیوکې د دغه اوسني سیاسي مطلوب نظام پر ماهیت نه، بلکې د دانش د چلند او سیاسي وینا په اړه دي، چې په افغانستان کې یې فدرالي نظام د بې ثباتۍ لامل بللی و. نوموړي د ۱۳۹۶ کال د زمري میاشتې پر ۳۰ نېټه د دوشنبې پر ورځ د ملي یووالي حکومت پر مهال ویلي وو: «په افغانستان کې پارلماني او فدرالي نظام د تطبیق وړ نه دی او په هېواد کې د بې ثباتۍ او سیاسي جنجالونو لامل کېږي.» هغه پوښتنه چې اوس یې خلک ترې کوي دا ده چې ولې هغه وخت چې په واک کې و او په افغانستان کې نسبتاً ډيموکراتيک جوړښت هم موجود و، نو ولې يې هڅه ونه کړه چې د سياسي واک په درلودلو او په نظام کې د موجودیت څخه ګټه پورته نه کړه چې په نظام کې د بدلون او د حکومت نوي نسخې د عملي کولو لپاره کار ونه کړ، چې اوس له مجازي فضا پرته بل کوم ځای هم په واک کې نه لري، دې نتیجې ته رسېدلی چې د خپلو سیاسي نظریاتو او دریځونو په ردولو کې چا لستوڼی غوړولی؟ په سیاسي چاپېریال کې او د رهبرۍ غوښتونکو په منځ کې له ښاغلي دانش وړاندې د افغانستان د ملي کنګرې ګوند عمومي منشي لطیف پدرام هم له تېرو دوو لسیزو راهیسې په افغانستان کې په هر سیاسي او کلتوري غونډو کې د فدرالي نظام د رامنځته کېدو په اړه په پرله پسې توګه خبرې او وینا ګړی ده.
پدرام د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دانش په مشرۍ د نوي جوړ شوي «عدالت او ازادۍ» ګوند ملاتړ وکړ او دا يې له خپل سياسي ګوند سره سیال ګوند وګڼلو. هغه ټینګار کړی، چې په فدرالي جوړښت سره افغانستان ته سیاسي ثبات ته راتلای شي او د واک او شتمنۍ سرچینې په عادلانه ډول ویشلی شي، تر څو هیچاته دا بهانه پاتي نشي چې د سیاسي ګټو لپاره د جګړې له لارې واک ته ځان ورسوي.
په افغانستان کې فدرالي جوړښت له سختو ملاتړو او مخالفینو سره مخامخ دی. فدرالي ملاتړي په دې باور دي، چې دا هېواد د قومي، ژبني او کلتوري تنوع، تاریخي کړکېچونو، توکمیزو کړکېچونو او د مناسب اقتصادي نظام د نشتوالي او د بېلتون غوښتونکو ذهنیت د ودې له امله، فدرالي نظام د هېواد لپاره ګټور دی. دوی د افغانستان د درد یوازینی درمل د فدرالي نظام رامنځته کول ګڼي. د فدرالي حکومت پلويان په دې نظر دي چې د فدراليزم په رامنځته کيدو سره د قومي ډلو تر منځ شخړو ته د پاى ټکى کېښودل کېږي او دايمي سوله او ثبات رامنځته کېږي.
له بلې خوا د فدرالي نظام مخالفین دي چې فدرالي نظام د افغانستان د یووالي د سقوط په معنا بولي. په اکثرو مواردو کې د دې پر ځای چې په افغانستان کې د حقایقو او هدفي تجربو پر بنسټ د فدرالي نظام پر جوړښت نیوکې وکړي، دا مخالفین ګوري چې څوک د دې جوړښت وړاندیز کوي. له همدې امله په تیرو شلو کلونو کې دا جوړښت په مکرر ډول د تخریب معادل هیوادوالو ته معرفي شوی. د فدرالي نظام پر ضد د سیاستوالو استدلال دا دی، چې افغانستان د ګڼو قومونو او توکمونو هېواد په توګه له لسیزو راهیسې په کورنیو جګړو کې ښکېل دی او بهرنیو هېوادونو یې په چارو کې ښکاره لاسوهنه کړې ده. د دوی په وینا افغانستان تر هغه سیاسي ثبات او رښتینې ډیموکراسۍ نه دی رسېدلی چې فدرالي جوړښت تجربه کړي، نو د دوی په اند فدراليزم د زیاتو هېوادونو د مداخلې او په ځانګړې توګه د ګاونډیو هېوادونو د نفوذ لامل کېدای شي.
په افغانستان کې د فدراليزم پر وړاندې د توافقاتو او مخالفتونو سره سره بايد وويل شي چې دغه سياسي نظام په خپله د بهرنيو هېوادونو د نفوذ او په افغانستان کې د ثبات او امنيت لامل نه شي کیدلای. د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کې یې بریالۍ او ناکامې بیلګې تجربه شوي دي. هغه څه چې د هیواد د راتلونکي سیاسي جوړښت د جوړولو لپاره په پام کې نیول اړین دي، جیو پولیټیکل واقعیتونه او هغه ډله ایزه اراده ده چې باید د نظام په ماهیت کې د اصولو په توګه وپیژندل شي. ځکه چې کوم سیاسي نظام چې د خلکو او اتباعو په نه شتون کې بنسټیز شوی وي، د کار له پای یې څخه طالب راوځي. اوس په افغانستان کې طالبان که څه هم د نړیوالو، سیمه ییزو او ایډیالوژیکو جوړجاړیو په پام کې نیولو سره میدان ته راغلي، خو د دوی د بریا ډېره برخه د تېرو حکومتونو د بې کفایتۍ له امله ده، چې په دې کې پاتې راغلي چې افغانستان د ثبات، پرمختګ او د ریښتینې ډیموکراسي پر لور بوځي. دغو سیاستمدارانو سیاست او کیاست او فراست یرغمل نیولی او د غلو دنو په پلورنځي کې پرې دوکانداري کړي ده، چې په ټولو ډګرونو کې یې د ناسمو سیاستونو، ذلت او تېښتې، ناکامۍ او سقوط لامل شوی دی.
دا پروني جمهوریت غوښتونکي او د ننني طالباني فیدرالیزم غوښتونکي باید د سیاسي مبارزې تر څنګ سرونه خپل ګریوان ته هم ټیټ کړي او دا ومني چې نننی طالبیزم چې په هیواد کې هیڅوک د سیاست او حکومتدارۍ وړ نه ګڼي، پخپله د هغه یو نیمګړي او معیوب متمرکز جوړښت یا نظام پایله ده، چې پرون د خلکو د ارادی څخه بې پروا همدغو بې وطنه سیاستوالو تبلیغ او ترویج کاوه.