د جمهوري نظام له سقوط وروسته افغانستان د سترو نړیوالو او سیمه ییزو قدرتونو د بحثونو او متضادو چلندونو مرکز و. روسیې د طالبانو رژیم د سیمه ییز متحد په توګه له دغې ډلې سره له یو کال او دوو میاشتو تعامل وروسته اوس په افغانستان کې د خراب امنیتي وضعیت او له دغه هېواده منځنۍ اسیا ته د ورپېښو ګواښونو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړی. لوړ پوړو روسي چارواکو په افغانستان کې د لس زره جنګیالیو سره د شلو ترهګرو ډلو شتون اعلان کړی او ادعا کوي چې د افغانستان بد وضعیت ترهګر راجلب کړي او په سیمه کې یې د افراطیت لپاره خوندي چاپېریال برابر کړی دی. له بلې خوا تاجکستان ترهګرو ډلو ته د څه باندې درې زره افغان پاسپورتونو د وېش اعلان کړی او له افغانستان سره یې د منځنۍ اسیا پر پولو د امنیتي کمربند د جوړولو غوښتنه کړې ده. د دغو اندېښنو لړۍ په داسې حال کې پراخه شوې چې د طالبانو تر واک لاندې داعش ډلې فعالیت ورځ تر بلې پراخېږي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ (د لړم په ۴مه) د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو د لوړپوړو امنیتي او استخباراتي چارواکو په پنځوسمه غونډه کې له افغانستان څخه د داعش، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو ګواښونه بې ساري وبلل. د هغه په وينا، دغه هېوادونه هېڅکله له دومره پراخ ګواښ سره نه وو مخ شوي. په دې کتنه کې پوتین ټینګار وکړ چې داعش او نور ترهګریز سازمانونه هڅه کوي د افغانستان له لارې د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو ته داخل شي.
د روسیې ولسمشر ټینګار کوي چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان په پولو کې د ترهګرو ډلو تمرکز د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د هغوی د ننوتلو په ګډون احتمالي خطرونه زیات کړي دي. پوتین د دغو ډلو پر وړاندې د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو د ګډې مبارزې غوښتنه هم کړې ده. هغه وویل، په سیمه کې د سولې او ثبات د ترلاسه کولو لپاره اړینه ده چې له ټولو ځواکونو او وسایلو سره په پولو کې له ترهګرو ډلو سره د مبارزې ظرفیت لوړ کړو او د دغو هېوادونو له تجربو ګټه پورته کړو.
د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وولګ سیرومولوتوف وايي، په افغانستان کې تر ۲۰ ډېرې ترهګرې ډلې چې ۱۰ زره جنګیالي لري، فعالیت کوي. هغه زیاتوي چې په افغانستان کې ناوړه ټولنیز او اقتصادي وضعیت د تروریستانو د جزبولو او په دغه هېواد کې یې افراطیت ته لاره هواره کړې ده. د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير يادونه وکړه، چې هېواد يې د افغانستان وضعيت له نږدې څاري. که څه هم نوموړي د دغو ډلو نومونه وانه خیستل، خو د راپورونو له مخې القاعده شبکه، داعش، جماعت انصارالله، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او د قفقاز اسلامي امارت هغه ډلې دي چې د طالب جنګیالیو په څنګ کې دي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال د کوم ځانګړي هېواد يا سازمان د نوم له يادولو پرته زياتوي، چې ترهګر له افغانستانه بهر مالي ملاتړ ترلاسه کوي. هغه امريکا او متحدين يې د افغانستان په بې ثباتۍ او د منځنۍ اسيا د هېوادونو په پولو کې په بي امنیتی په لاس لرلو تورنوي او زياتوي: په افغانستان کې د ناټو له پوځي ځواکونو څخه پاتې شوې وسلې او مهمات د ترهګرو ډلو له خوا کارول کېږي. خو هغه ټینګار کوي چې له هغه ځایه چې افغانستان د تروریستي فعالیتونو احتمالي سرچینه ده، روسیه به له طالبانو سره تماسونو ته دوام ورکړي. د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر له طالبانو غوښتي چې د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو، له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې او په افغانستان کې د بشري حقونو د درناوي په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د تاجکستان جمهور رئیس امام علي رحمان د سه شنبې په ورځ د تلې په ۲۶ مه د «ترهګرۍ سره د مبارزې او د ترهګرو د خوځښتونو د مخنیوي لپاره د نړیوالو او سیمه ییزو امنیتي همکاریو او د سرحدونو د مدیریت» په کنفرانس کې چې د تاجسکتان په پلازمینې کې جوړ شوی و، وینا وکړه. هغه د افغانستان سره د منځنۍ اسیا پر پولو د «امنیتي کمربند» د جوړولو غوښتنه وکړه.
په دغه ناسته کښې د تاجکستان ولسمشر ټینګار وکړ چې ترهګر د مهاجرو او پناه غوښتونکو د مرستندویه موسسو له نوم څخه په استفادې سره د منځنۍ اسیا په پولو کښې ځای پر ځای شوي او له دې لارې غواړي دغو هیوادونو ته نفوذ وکړي. نوموړي “امنیتي کمربند” ته په اشارې سره وویل چې هېواد یې په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره پر پوله ۱۷۵ پوستې جوړې کړي او په پام کې لري چې په دې پولو کې ۳۰۰ نورې پوستې هم جوړې کړي. ښاغلي رحمان د منځنۍ اسیا له هېوادونو څخه په جدي توګه غوښتي چې د تاجکستان د نوښت په عملي کولو سره په منځنۍ اسیا کې د ترهګرو ګواښونه راکم کړي. نوموړي په دې ناسته کې دا هم زیاته کړه، چې اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا لس زره “مجاهدین او ځانمرګي بریدګر” روزل کېږي.
له بلې خوا د تاجکستان د کورنیو چارو وزیر رمضان رحیم زاده هم د چهارشنبې په ورځ د تلې په ۲۷مه د دغه کنفرانس په دویمه ورځ وویل چې طالبانو په تیر یو کال کې د تروریستي ډلو څه باندې درې زره غړو ته پاسپورټونه ورکړي دي. هغه په دغه ناسته کښې ټینګار وکړ چې دغه وضعیت یو ځل بیا د سیمې لپاره د طالبانو د رژیم د خطر زنګ ثابتوی. رحیمزاده د دې غونډې له ګډونوالو وغوښتل چې پر افغانستان تمرکز وکړي. تر ده وړاندې د تېر حکومت د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي هم په یوه ټوېټ کې ویلي و، چې طالبانو له ترهګرو ډلو سره د خپلو اړیکو د پټولو لپاره د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو غړو ته افغاني پاسپورټونه او تذکرې ورکړي دي.
د تاجکستان اندیښنه پداسې حال کې مخ په ډیریدو ده چې طالبانو د مرکزي آسیا هیوادونو سره په پوله د کوکچه هاخوا په سلهاو ځايي خلک په زوره بې ځایه کړي دي. د ځايي سرچينو د ادعا له مخې، طالبانو د تخار ولايت د خواجه بهاوالدين او دشت قلعه ولسواليو په ځينو سيمو کې د ځايي اوسېدونکو پر ځاى پاکستاني کوچيان او کډوال د ځايي اوسېدونکو کورونو ته لېږدولي دي. له بلې خوا په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونه ورځ په ورځ پراخیږي. دې ډلې تېره پنجشنبه په هرات کې د طالبانو د پوځي ځواکونو موټر په نښه کړ. د دغه بريد په نتيجه کې د طالبانو د ډلې دوه غړي ووژل شول او څو تنه نور ټپيان شول. تر دې وړاندې د تلې په اتمه نیټه د کابل په لویدیځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز ځانمرګي برید لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه. طالبانو هم د دغه برید پړه پر داعش ډلې اچولې ده. دغه راز په کابل کې د روسیې سفارت ته څېرمه چاودنه هم دغې ډلې ته منسوبه شوې ده.
په هرصورت، د روسیې اندیښنې مخ په زیاتیدو دي ځکه چې پاکستان، چې د طالبانو بل ملاتړي هم اندیښنه څرګنده کړې چې افغانستان د ترهګرو لپاره خوندي ځای دی. تر دې مخکې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۵مه غونډه کې د وینا پر مهال افغانستان د ترهګرو خوندي ځالې بللي وو.
ایران چې له افغانستان سره پر پوله پروت هېواد دی، هم تېره اوونۍ د داعش له خوا پرې برید شوی و. د “النبا” چې د داعش ډلې یوه خپرندویه اداره ده، د ایران په شیراز ښار کې د حضرت احمد بن موسی پر جومات د برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی. د دې اونیزې ورځپاڼې په راپور کې راغلي: «په یوه نوې پېښه کې، اسلامي دولت [داعش] په ایران کې د مشرکانو په یوه زیارت کې دننه مقبره په نښه کړه او د اسلامي خلافت یو تن مجاهد په زیارت کې دننه ډزې وکړې چې لسګونه تنه یې مړه او ټپیان کړل. د راپورونو له مخې په دغه برید کې ۲۰ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.
تر دې وړاندې د افغانستان ملي مقاومت جبهې هم څو ځلې اعلان کړی چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال افغانستان د بهرنیو ترهګرو په پټنځای بدل شوی دی. د دې جبهې په وینا، که نړۍ دې ته پام ونه کړي، د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو په څېر به نورې پېښې هم رامنځ ته شي.
وروسته له هغې چې روسیې د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښنه څرګنده کړه، تر دې مخکې د امریکا ولسمشر جوبایډن د چهارشنبې په ورځ د تلې په ۲۰مه د امریکا د ملي امنیت د ستراتیژۍ د سند د خپرولو پر مهال وویل چې افغانستان د ترهګرو لپاره خوندي ځای دی چې د امریکا او د امریکې متحدینو په وړاندې تروریستي بریدونو ترسره کړي. ده وویل، له هغه وخته چې ګواښونه جدي شوي، د امریکا متحدو ایالتونو د ترهګرۍ ضد چلند هم بدل کړی دی.
د امریکا د نوې ستراتېژۍ په سند کې ویل شوي چې دغه هېواد د القاعدې، داعش او نورو تروریستي ډلو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې پر خپل توان باور لري. ځکه امریکا د همدې طریقې له مخې په کابل کې د القاعدې مشر ایمن الظهري له منځه وړی دی. په دې سند کې دې ته هم اشاره شوې چې د نن ورځې تروریستي ګواښ له ایډیالوژیک پلوه له هغه وخته چې واشنګټن په افغانستان کې د ترورېزم پر ضد جګړه پیل کړې وه، ډېر متنوع او پراخ شوی دی.
روسیه او د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان پر پولو د ګواښونو له زیاتېدو اندېښمن دي، په داسې حال کې چې له افغانستان څخه پر ازبکستان او تاجکستان څو ځله راکټي بریدونه شوي دي. داعش د دغو بریدونو مسوولیت منلی دی.
په تاجکستان یوازې یو ځل د داعش له خوا راکټي بریدونه شوي دي. دغې ډلې د روان کال د پنجشنبې په ورځ د یوه ویډیو کلیپ په خپرولو سره له تخار ولایت څخه د تاجکستان پر خاوره د توغندیز برید اعلان وکړ. داعش د دې ویډیويي کلیپ په خپرولو سره ادعا کړې چې په تاجکستان کې یې پر پوځي اهدافو بریدونه کړي دي. د اعماق په ویب پاڼه کې چې د داعش سره تړاو لري، خپره شوې ویډیو ښيي چې یو توغندی له نامعلومې سیمې څخه توغول شوی دی. افغان رسنیو هغه مهال خبر ورکړی و، چې دغه مرمۍ د تخار ولایت له خواجه غار ولسوالۍ توغول شوې ده. هغه مهال تاجکستاني رسنیو د امنیتي چارواکو له قوله ویلي وو چې له افغانستان څخه څلور BM1 راکټونه توغول شوي دي. له افغانستان څخه پر ازبکستان درې ځله توغندیز بریدونه شوي دي. د داعش خراسان څانګې د دغو ټولو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
د افغانستان له لوري پر ازبکستان لومړی راکټي برید د وري میاشتې په پای کې وشو. د راپورونو له مخې په دغه برید کې لس کاتیوشا راکټونه چې یو ډول څو توغندي ویشتل دي، د سراچاه له سیمې د حیرتان بندر له سوداګریز ښارګوټي څخه د ازبکستان د خاورې په لور توغول شوي دي. د افغانستان له لوري پر ازبکستان دوهم راکټي برید د چنګاښ په میاشت کې وشو. رسنیو اعلان کړی چې د افغانستان له خاورې څخه د ازبکستان د سرخان ولایت د مجنونتال سیمه باندې پنځه توغندی توغول شوي دي. د چنګاښ میاشتې په پای کې د افغانستان له لوري پر ازبکستان دریم راکټي برید هم وشو.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د سې شنبې په ورځ (د غویې په ۲۰مه) په مالاګا کې د «ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې» په غونډه کې په افغانستان کې د ترهګرۍ بیا را ژوندي کېدل د نړۍ سولې او امنیت ته مخ پر زیاتیدونکی ګواښ وباله.
له بلې خوا طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې يې داعش له منځه وړى، خو دغې ډلې په تېر کال کې د خونړيو او وژونکو بريدونو مسووليت پر غاړه اخيستى چې سلګونه کسان يې وژلي او ټپيان کړي دي. طالبان لا هم له القاعدې او نورو سیمه ییزو ترهګرو ډلو سره د اړیکو د پرې کولو ادعا کوي، خو د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د روان کال د زمرې میاشتې په ۱۰مه په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې پداسې ډول ووژل شو چې سرچینې د خبرو پا اساس، د طالبانو میلمه وو. طالبانو تل په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو شتون رد کړی دی. د دې ډلې لوړ پوړي چارواکي وايي، له افغانستان څخه به ګاونډيو هېوادونو او نړۍ ته هېڅ ډول امنيتي ګواښ پیښ نه شي.