۸صبح، فراه: له فراه ولایته ولسي سرچینې وايي، چې د مرستندویه بنسټونو ډېری نقدي او نورې مرستې، چې د دغه ولایت خلکو ته ځانګړې شوې د طالب قوماندانانو او د هغوی د کسانو له خوا حیف او میل کېږي.
د فراه ولایت یو شمېر اوسېدونکي شنبه د تلې پر دویمه نېټه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې په دغه ولایت کې مرستندویه بنسټونه بېوزلو ته ځانګړې شوې ټولې مرستې د طالب قوماندانانو په خوښه وېشي.
هغوی وایي، چې د دغه ولایت په ډېری ولسوالیو کې د خوراکي توکو ډک باروړونکي موټر طالب قوماندانانو ته سپارل کېږي او هغوی یې په خپله خوښه توکي د کورنیو او خپلو کسانو ترمنځ وېشي او لږ اندازه یې اړمنو کسانو ته ورکول کېږي.
تر اوسه روښانه نه ده، چې د مرستندویه بنسټونو مسوولان دغه کار د طالب قوماندانانو په همکارۍ کوي یا تر فشار او ګواښ لاندې دغې چارې ته اړ ایستل کېږي.
هڅو مو وکړه په دې برخه کې د مرستندویه بنسټونو لیدلوری هم ولرو؛ خو بریالي نه شوو.
له دې مخکې هم په بامیان ولایت کې خلکو ته ځانګړې شوې بشردوستانه مرستې طالبانو خپلو جنګیالیو ته ورکړې وې.