۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د مشرې او د سرمنشي د ځانګړې استازې په توګه د رباب فاطمې له ټاکلو هرکلی کړی دی.
لینډسي دوشنبه د چنګاښ پر ۲۹مه په اېکس کې لیکلي چې د افغانستان لپاره د یوناما د مهم ماموریت د پلي کېدو د ملاتړ په موخه له رباب فاطمې سره نږدې همکارۍ ته لېواله دی.
له دې مخکې هم د یوناما د مشرې په توګه د رباب فاطمې له ټاکل کېدو هرکلی شوی دی.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ هم د مېرمن فاطمې له ټاکلو هرکلی کړی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي بنګلهدېشۍ ډيپلوماته رباب فاطمه په افغانستان کې د یوناما نوې رییسه او ځانګړې استازې ټاکلې ده.





