۸صبح، پروان: سیمهییزو سرچینو د سالنګ لویې لارې د تړل کېدو خبر ورکړی دی.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دا لویه لار نن چهارشنبه ماښام ۶:۰۰ بجې شاوخوا د توپان او واورې د ورښت له کبله د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.
طالبانو هم د سالنګ لارې د تړل کېدو خبر تایید کړی دی.
د سالنګونو د ساتنې رییس محمداغا حکیم ویلي چې د حالت تر عادي کېدو پورې به دا لویه لار تړلي وي.
دا لویه لار کله کله په ژمي کې د واورې د ورښت او توپان له کبله تړل کېږي.