۸صبح، کابل: سرچینې وایي، چې سعودي عربستان د طالبانو د حج او اوقافو وزارت سرپرست نورمحمد ثاقب ته د وېزې له صادرولو ډډه کړې ده.
یوه دیپلوماتیکه سرچینې یکشنبه د سلواغې پر شپاړسمه نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې د طالبانو د حج او اوقافو وزارت سرپرست ته د وېزې د نه صادرولو په تړاو د ریاض له پرېکړې درې اونۍ کېږي.
د سرچینې په وینا، ټاکل شوې وه نورمحمد ثاقب په یوه پنځه ورځني سیمینار کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته ولاړ شي.
ظاهراً ټاکلې وه په دې سفر کې سعودي عربستان ته له افغانستانه د ۳۰ زرو هغو کسانو د سفر قرارداد لاسلیک شي، چې د راتلونکي کال د حج لپاره یې نوملیکنه کړې ده.
د سرچینې په وینا د دې سفر په درشل کې طالبانو د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې وتړلې او له همدې امله سعودي عربستان هم نورمحمد ثاقب ته وېزه ورنهکړه.
د هغو کسانو د لېږد قرارداد، چې د حج لپاره یې نوملیکنه کړې ده هم د ثاقب پر ځای د طالبانو د حج او اوقافو وزارت مالي او اداري رییس د سعودي له چارواکو سره لاسلیک کړ.
د طالبانو د حج او اوقافو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې کابل کې د سعودي عربستان سفارت هم د چهارشنبې پر ورځ وتړل شو. ویل کېږي، چې د ریاض دغه پرېکړه د ښځو پروړاندې د طالبانو د ناسمو سیاستونو په غبرګون کې نیول شوې ده.