۸صبح، کابل: د راپورونو له مخې، سعودي عربستان یو افغان چې عبدالقیوم شینواری نومېده، په مکه کې د مخدره توکو د قاچاق په تور اعدام کړی دی.
عربي رسنیو د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکړی چې دا کس شنبه د وږي پر ۱۰مه اعدام شوی دی.
د سعودي عربستان په بیان کې راغلي: «د افغانستان اوسېدونکي عبدالقیوم شینواري دغه هېواد ته ډېر هیرویین قاچاق کړي و.»
یاد وزارت زیاته کړې چې امنیتي ځواکونه د شینواري په نیولو بریالي شوي او له څېړنو وروسته څرګنده شوه چې نوموړي جرم کړی دی.
په بیان کې راغلي چې عبدالقیوم شینواري په ځانګړې محکمه لګېدلي تورونه منلي او وروسته یې حکم د دغه هېواد په ستره محکمه کې تایید شو او پادشاه هم د اعدام ترسراوي امر وکړ.
په بهرنیو هېوادونو کې د افغانانو اعدام کومه نوې خبره نه ده.
له دې وړاندې ایران ځينې افغانان د بېلابېلو تورونو لامله نیولي او وروسته یې اعدام کړې دي.
پرون د طالبانو تر کنټرول لاندې د زندانونو چارو د سمون ادارې ویلي و چې دا مهال په بهرنیو هېوادونو کې څه باندې اته زره افغانان بندیان دي.





