۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) اعلان کړی چې د سعودي عربستان د کرنې په ۴۲م نندارتون کې د پنځو افغان شرکتونو محصولات نندارې ته وړاندې شوې دي.
د ملګرو ملتونو دغه بنسټ پنجشنبه د لړم پر لومړۍ په خواله شبکې اېکس کې لیکلي چې په دغه نندارتون کې د افغانستان زعفران، وچې میوې او اجیل نندارې ته وړاندې شوې دي.
د نوموړي بنسټ په خبره، دغو شرکتونو د (ایسيارپي) پروګرام په تخنیکي همکارۍ او د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ په یاد نندارتون کې ګډون کړی دی.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ټینګار کړی چې په دغه نندارتون کې ګډون به افغان کروندګر له نړیوالو بازارونو سره ونښلوي.
د یادونې ده چې څه موده وړاندې هم د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام اوو افغان شرکتونو ته د «هند ۲۰۲۵ په نړیوال خوراکي نندارتون» کې د ګډون زمینه برابره کړې وه.




