سلاجقه: له هیرمند نه د ایران د حقابې څېړنه کوو

۸صبح، کابل: د ایران د چاپېریال ساتنې سازمان رییس علي سلاجقه، له هلمند (هیرمند) نه د ایران د حقابې ترلاسه کول او څېړل په روان کال کې ددغه سازمان د اصلي برنامو په توګه یاد کړي دي.

د ایران د چاپېریال ساتنې سازمان رییس له ایسنا خبري آژانس سره په مرکه کې چې راپور یې شنبې (وري ۱۲) خپور شوی په ۱۴۰۲ کال کې د چاپېریال ساتنې سازمان کې د هیرمند د حقابې د قضیې څېړلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي دي: « که چېرې همدا سبا افغانستان اعلان وکړي چې د ناستې لپاره هلته ولاړ شو، خامخا اقدام کوو.»

د نوموړي په خبره، ایران د هیرمند د حقابې د څېړلو په حال کې دی او خبرې اترې ترسره شوي او د دواړو خواوو پلاوي هېوادونو ته سفرونه کړي دي.

د ایران د چاپېریال ساتنې د سازمان رییس ددې مطلب په څرګندولو سره چې په دې برخه کې ددې هېواد له بهرنیو چارو وزارت سره هم همغږي شوې ده، ټینګار وکړ: « په لومړي فرصت کې افغانستان ته ځم. شرایط هم د ښه کېدو په حال کې دي ترڅو دغه سفر ترسره شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د چاپېریال ساتنې د سازمان رییس تردې وړاندې ویلي و چې تر دامهاله د طالبانو له لوري د هیرمند د حقابې لپاره اجرايي ګام ندی اخیستل شوی او نوموړی ددې موضوع د څېړلو په موخه افغانستان د سفر تکل لري.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او ایران ترمنځ له ډېر پخوا د هیرمند د حقابې پرسر لانجه روانه ده چې کله ناکله یاده موضوع د دواړو لوریو ترمنځ تودیږي.

د طالبانو په راتګ سره، دغه مساله بیاځلي توده شوې ده.

Back to top button