په نیمروز کې د افغانستان او ایران ترمنځ د ورېښمو لار څو وارې د ایراني او طالب پولهساتو ترمنځ د سرحدي کړکېچونو له کبله تړل شوې ده. په وروستي ځل دا لار تېره اوونۍ د پنجشنبې پر ورځ وتړل شوه. دا وار د دې لارې د تړلو لامل د ایراني پولهساتو له خوا د یو افغان موټر چلوونکي وهل ټکول ښودل شوي دي. طالب پولهساتو بیا د ایران دې کړنې ته کلک غبرګون ښودلی دی.
د دوو ایراني پولهساتو له نیول کېدو وروسته د نوموړي هېواد چارواکو غوسه راپارېدلې او په غبرګون کې یې د ورېښمو پُل د څلورو ورځو لپاره د تګراتګ پرمخ وتاړه چې یکشنبه د وري پر ۱۹مه بېرته پرانېستل شو.
په نیمروز کې د ورېښمو لار څو وارې د سرحدي کړکېچونو له کبله تړل شوې او زیان یې د مسافرو، کارګرو او سوداګرو په ګډون د هېواد اوسېدونکو ګاللی دی. یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د ورېښمو لارې د بندېدو له کبله له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي. د بار وړونکو موټرو چلوونکي هم د خپلو وارداتي توکو له خوسا کېدو شکایت لري.
بصیر احمد چې څلور ورځې د ورېښمو پله اخوا په مېلک پوله کې د دغې لارې پرانېستلو ته په تمه و، وايي چې دا څلور ورځې داسې ورباندې تېرې شوې چې په خبره یې، لکه په زندان کې چې و.
بصیر احمد ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «یوې ټکسي کې له خپلو ملګرو سره راغلو چې هېواد ته راشو. په یو ځلي ډول پوله وتړل شوه او ټول ایراني پولهساتي ګوته په ماشه شول او ویل چې طالبانو دوه پولهساتي د افغانستان خاورې ته له ځان سره وړي دي. له همدې غږ و غوږ وروسته یې ویل چې لار پلمپ ( ویې تړئ) او چاته د تګراتګ اجازه مه ورکوئ.»
نوموړی زیاتوي: «نږدې یو زر او ۵۰۰ مسافر و چې د دروازې شاته ولاړ و او د پولې خلاصېدو ته په تمه و. په همدې څلورو شپو ورځو کې روژه هم و، په روژه ماتي او پيشلمني کې مو یوازې پر یو کېک او جوس بسنه کوله او ټول مسافر په ځمکه پراته وه. یانې دا چې پوله وتړل شوه او بدبختي یې مسافرو ګالله.»
د څلور ورځو لپاره د ورېښمو لارې تړل کېدو سوداګر او کسبګر هم زیانمن کړي دي.
محمد علي چې د باروړونکي موټر چلوونکی دی او له ایرانه رومیان واردوي، وايي چې د ورېښمو لارې د تړلو له کبله یې د بار شویو رومیانو یوه برخه خوسا شوې ده. نوموړي ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «کوم توکي چې موږ واردوو په بېړه له ایران څخه افغانستان ته راوړل کېږي او د لارې په اوږدو کې دې نه ځنډول کېږي؛ ځکه هوا ګرمه شوې ده. خو له بده مرغه دا ځل د څلورو ورځو لپاره د ورېښمو پله هاغاړه په مېلک پوله کې بند پاتې شو چې په یو شمېر کرېټونو کې رومیان وراسته شول او لږ تر لږه له یو لک تر دوو لکو افغانیو زیان را اوښتی دی.»
سمیعالله په نیمروز کې د باروړونکي موټر یو بل چلوونکی دی. نوموړي ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «دا له کارګرو او کسبګرو سره لوی ظلم دی. دوه کاله کېږي چې په هرو دوه درېیو میاشتو کې یو ځل پُل تړل کېږي. دا ځل موږ څلور ورځې له کاروباره پاتې شو او نور اضافي مصرفونه هم زموږ پر غاړه. په هغو موټرو کې چې تازه مېوه یا ترکاري بار وه، ډېره برخه یې ورسته شوه چې بار یې یوازې خلک ګالي. کله چې پوله تړل کېږي یوازې د پولې دواړه لوریو ته عادي خلک خاورې خوري.»
دا په داسې حال کې ده چې په تېره یوه میاشت کې پنځه وارې په هرات کې د اسلامکلا او په نیمروز کې د ورېښمو لارې د سرحدي کړکېچونو له کبله د تګراتګ پرمخ تړل شوې دي.
په هرات کې د اسلامکلا لار پروسږکال د کب میاشتې په نیمايي کې د افغانستان خاورې ته په ناقانونه ډول د یو ایراني تبعه د ننوتو او د طالبانو له خوا د نوموړي له نیول کېدو وروسته د تګراتګ پرمخ وتړل شوه چې یوه ورځ وروسته بېرته پرانېستل شوه. دا لار تېره اوونۍ هم له ایراني پولهساتي سره د یو کارګر د شخړې او د طالبانو د لاسوهنې له کبله د یوې ورځې لپاره تړل شوې وه.
بلخوا، د ۸صبح ورځپاڼې موندنې ښيي چې په تېرو ۲۰ ورځو کې درې وارې د ایراني او طالب پولهساتو ترمنځ د کړکېچ له کبله د ورېښمو پُل تړل شوی دی.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، څو وارې طالب او ایراني پولهساتي په هرات کې د اسلامکلا، په نیمروز کې د ورېښمو لارې او د دغه ولایت په کنګ ولسوالۍ کې نښتي دي. ایراني چارواکو بیا طالب پولهساتي له مرزي پولو سره په نااشنایۍ تورن کړي دي.