د پاکستاني طالبانو تحریک په برید کې ددغه هېواد شپږ پولیس ووژل شول

د پاکستاني طالبانو تحریک ویلي چې پر پاکستاني پولیسو د دې تحریک د غړو په برید کې شپږ پولیس وژل شوي دي.
د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي د رسنیو برخې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا برید د چهارشنبې سهار مهال د بنو په لکي مروت سیمه کې شوې ده.
پاکستاني رسنیو هم ددغه هېواد پر پولیسو د برید خبر ورکړی دی.
اخوا، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت تراوسه په رسمي توګه په دې هکله څه نه دي ویلي.
پر پاکستاني پوځیانو د ټي ټي پي بریدونه له هغې وروسته زیات شول چې د افغانستان د طالبانو ډلې په کوربتوب د پاکستان د دولت او ددې هېواد د طالبانو تحریک ترمنځ خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې.