۸صبح، کندهار: په کندهار کې سرچینې وايي، د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په یوه غونډه کې له خبریالانو غوښتي چې خپل مطالب او د خپرونو منځپانګه د دې ډلې د ګټو په رڼا کې چمتو او خپره کړي.
د سرچینو په وینا، دا غونډه دوشنبه د تلې پر ۲۷مه د کندهار د سیمهییزو خبریالانو په ګډون جوړه شوې وه.
سرچینې زیاتوي، په غونډه کې په کندهار کې د طالبانو مرستیال والي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولانو او د ادارو ویاندویانو هم ګډون کړی و.
د سرچینو په خبره، طالب چارواکو له خبریالانو غوښتي چې له خپلو امکاناتو څخه د مخالفو ډلو او پاکستان پر وړاندې د تبلیغاتو لپاره کار واخلي.
سرچینې وايي چې د کابل د یو شمېر رسنیو خبریالانو هم په دې غونډه کې ګډون کړی و.
د سرچینو په وینا، دغو خبریالانو هم ژمنه کړې چې د طالبانو په ملاتړ مطالب خپاره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته، د رسنیو او خبریالانو پر فعالیتونو محدودیتونه زیات شوې دي.





