۸صبح، کابل: د سویلي کوریا دولت اعلان کړی چې دغه هېواد د بشردوستانه مرستو په چوکاټ کې له افغانستان سره ۳۲ میلیون ډالره مرسته په پام کې نیولې ده.
د سویلي کوریا دولت د دوشنبې په ورځ د لیندۍ په اتمه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره له افغانانو سره ددغه هېواد د مرستې خبر ورکړی دی.
په کوریا کې د افغانستان سفارت ویلي، ټاکل شوې چې دا مرستې د نړیوالو مرستندویه سازمانونو له لارې د افغانستان د خلکو د چټکو اړتیاوو، په ځانګړې توګه د خوراکي توکو، روغتیايي خدماتو او سرپناه د برابرولو په برخو کې ولګول شي.
د ویلو ده چې ښځې او ماشومان د زیانمنونکو پرګنو په توګه ددغو مرستو په لومړیتوب کې دي.
له بلې خوا، ټاکل شوې ددغو مرستو یوه برخه په پاکستان او ایران کې کډوالو ته ورکړل شي.
دا مرستې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان خلک له سخت اقتصادي ناورین سره مخ دي.