۸صبح، کابل: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي چې افغانستان او پاکستان کې له افغان کډوالو د ملاتړ او هغوی ته د رسیدګۍ په موخه ۵۱.۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ جمعه د مرغومې پر ۱۵مه یو راپور کې ویلي چې د ناامنۍ، بې ثباتۍ، طبیعي پېښو او دغه راز متقابل اقتصادي تورم له کبله اړتیاوې مخ په زیاتېدو دي.
د راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۳ له نوامبر څخه د ۲۰۲۴ تر جولای پورې په افغانستان کې د کډوالو وضیعت ته د رسیدګۍ په موخه ۴۳.۴۸ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده او دغه راز ۸.۴۳ میلیونه ډالره په پاکستان کې له کډوالو څخه پر ملاتړ او لاسنیوي لګښت راځي.
د یادې کمېشنرۍ په خبره، له پاکستان څخه افغانستان ته د راستنېدونکو شمېر مخ په کمېدو دی.
راپور کې راغلي چې د دغه راپور تر بشپړېدو پورې په منځنۍ کچه د ورځې یو زر او ۵۰۰ کسان له پولو افغانستان ته راتلل، په داسې حال کې چې دا شمېر د تېر میلادي کال په نومبر کې ۱۸ زره او ۲۰۰ کسان و.
تېر میلادي کال د اکتوبر په لومړیو کې پاکستان اعلان وکړ چې هلته مېشت ټول ناقانونه افغان کډوال شړي.
طالب چارواکو تل په پاکستان له دې امله نیوکې کړې دي.