ترکي رسنیو رپوټ ورکړی چې په ترکیه او سوریه کې د پرلپسې زلزلې له امله ۱۱۸ تنه مړه او کابو ۴۵۰ نور ټپیان دي.
ټي آي تي رپوټ ورکړی چې دغه زلزله دوشنبې د فبرورۍ په شپږمه نېټه شوې ده.
د رېښتر په کچه د دې ۷،۴ درجې زلزلې مرکز د ترکیې په سویل کې پازارجیک سیمه اعلان شوې ده.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر خپله ټویټر پاڼه په یوه پیغام کې د دې زلزلې له قربانیانو سره همدردي څرګنده کړې ده.
له بلې خوا، د سوریې دولتي خبري آژانس رپوټ ورکړی چې په دې هېواد کې د زلزلې له امله لږترلږه ۴۲ تنه مړه شوي دی.
د ویلو ده چې په ترکیه او سوریه کې د زلزلې له امله د قربانیانو شمېر وروستی نه دی او ښايي چې زیات شي.