۸صبح، کابل: په کندوز کې د «د مېرمنو یووالي او پیوستون» غورځنګ د یوې غړې د ځانوژنې په غبرګون کې د «فریډم نو» په نوم د بشري حقونو مدافع بنسټ وايي، معترضې مېرمنې د خپلو حقونو د غوښتلو په خاطر د طالبانو له لوري «تاوتریخوالي» سره مخ دي.
فریډم نو بنسټ، د جمعې ورځ، د مرغومي په ۱۵مه د معترضو مېرمنو ډلې غړې زهرا محمدي پر ځانوژنې خواشیني څرګنده کړې ده.
دغه بنسټ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «د طالبانو له زندانه تر خوشې کېدو وروسته د مېرمنو حقونو د فعالې زهرا محمدي د ځانوژنې په هکله له افغانستانه د ترلاسه شویو راپورونو په اړه ډېر خواشیني یو. د مدني فعالانو ژوند باید خوندي شي.»
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د مېرمنو یووالي او پیوستون غورځنګ سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته تایید کړې چې د د دغه غورځنګ غړې په دې وروستیو کې ځانوژنه کړې ده.
په ورته وخت کې سرچينې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې د دې نجلۍ نوم بيبي ګل محمدي ښودلى او ويلي يې دي چې د مېرمن محمدي جسد د تېرې اونۍ يکشنبې ورځ خاورو ته سپارل شوى دى.
د سرچينې په وينا، بيبي ګل محمدي د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په وروستيو کې په کندوز کې د طالبانو له لوري تر لاريون وروسته د دوو ورځو لپاره بندۍ او شکنجه شوې وه.
سرچينه زياتوي چې د دې مېرمنې له ازادېدو وروسته يې کورنۍ پر هغې فشارونه او محدوديتونه ډېر کړل چې ان له خپلو ملګرو سره د خبرو کولو څخه یې منع کړې وه.
بلخوا په کابل کې د طالبانو له لوري د «بدحجابۍ» په تور د یو شمېر نجونو د نیوو په غبرګون کې «فريډم نو» ویلي چې نیول شوي کسان باید ژر تر ژره ازاد شي.
دغه بنسټ ویلي دي: «د کابل په هزارهمېشته سیمه کې د حجاب د اجباري قوانینو د نه مراعاتولو له امله د ښځو نیول یو ځل بیا د طالبانو د تعرضي سیاست ښودنه کوي.»
په دې وروستیو ورځو کې طالبانو د کابل او غزني په لوېدیځ د دشت برچي له سیمې څخه لسګونه ځوانې نجونې د «بدحجابۍ» په تور نیولي دي.