د لبنان حزبالله خبر ورکړی چې د دوی ځواکونو د حماس سیاسي کمېټې د مرستیال صالحالعروري د وژنې په غبرګون کې د اسرائیل پر یوې څارونکې اډې ۶۵ راکېټونه توغولي دي.
د رویټرز راپور پر بنسټ، د لبنان حزبالله ډلې د شنبې ورځ، جنورۍ په ۶مه خپل برید اسرائیل ته د «لومړني ځواب» په توګه بللی دی.
د حزبالله ډلې په وینا، دا راکېټونه د اسرائیلو پر یوې اډي چې د «هوایي څار او کنټرول» په توګه کارول کېده، لګېدلي دي.
د حماس سیاسي دفتر مرستیال صالح العاروري د سېشنبې ورځ، جنورۍ په ۲مه د بیروت په سویل کې په یوه هوایي برید کې ووژل شو.
د حزب الله مشر حسن نصرالله د العروري د وژلو په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دغه ډله به چوپه خوله پاتې نشي.
صالحالعاروري د حماس د پوځي څانګې یو له بنسټ ایښودونکو څخه و چې په لویدیځه غاړه کې د دې ډلې د حضور مسوول و.
د اسرائیل لومړي وزير بنيامين نتنياهو د اکټوبر په ۷مه د حماس او اسرائیل تر منځ د جګړې له پيلېدو مخکې د العروري د وژلو ګواښ کړی و.