د تاجکستان او قزاقستان اړیکې او په منځنۍ اسیا کې سیمه ییزه همغږي

په دې وروستیو کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان قزاقستان ته د یوه دولتي سفر په لړ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصاد، کرنې، صنعت، ټکنالوژۍ، سوداګرۍ او د توکو د صادراتو په برخو کې د همکارۍ ۲۰ تړونونه لاسلیک کړل،
د تاجکستان ولسمشر په یوه خبري غونډه کې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د خبرو اترو فضا رغنده او د باور وړ وبلله او قزاقستان یې د تاجکستان ستراتیژیک ملګری وباله.
د قزاقستان ولسمشر ښاغلي طاقهیوف هم ښاغلي رحمان ته د قزاقستان د تر ټولو لوړ دولتي نښان (التین قران/طلایي عقاب) د ورکولو پر مهال له تاجکستان سره د خپل هېواد اړیکې مهمې او د تاریخي او کلتوري مشترکاتو په پایله کې رامنځته شوې وبللې. هغه د ارال جهيل د ساتنې لپاره د تاجکستان د هڅو ستاینه وکړه.
په وروستيو دوو کلونو کې د تاجکستان او قزاقستان ترمنځ اړيکو د پام وړ وده کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالونو او توکو تبادله د یو میلیارد ډالرو له پولې اوښتې ده. اوس قزاقستان له روسیې وروسته د تاجکستان تر ټولو مهم سوداګریز شریک دی. د تاجکستان او قزاقستان مشرانو هیله څرګنده کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري د اقتصاد، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د لا زیاتو مثبتو بدلونونو شاهده وي.
د تاجکستان او قزاقستان ترمنځ همکاري په داسې حال کې پیاوړې کیږي، چې دواړه هیوادونه له یو بل سره ګاونډیان نه دي او د نورو ګاونډیو لکه ازبکستان، قرغزستان او ترکمنستان همکارۍ ته اړتیا لري، ځکه چې د دغو ګاونډیو له همکارۍ پرته به د دواړو هېوادونو ترمنځ صادرات او واردات له ننګونو سره مخ شي.
د تاجکستان او قزاقستان ترمنځ د همکارۍ پياوړتيا هیله من کیدای شو او د ښه راتلونکي وړاندوينه یې کولای شو؛ ځکه چې د دغو دوو هېوادونو مهم ګاونډی ازبکستان دی چې د میرضیایوف له واک ته رسېدو راهیسې له خپلو ګاونډیانو سره ښې اړیکې لري او د تاجکستان او قزاقستان د نښلوونکې پله په توګه پاتې شوی دی.
د تاجکستان او ترکمنستان اړیکې هم په ښه حالت کې دي، په ځانګړې توګه د «چین-منځنۍ اسیا د ګازو نل لیکې-D » د پروژې پلي کولو ته په پام سره چې د تاجکستان له خاورې تېرېږي او د ترکمنستان ګاز چین ته لېږدوي.
د تاجکستان او قزاقستان تر منځ د اړیکو پر وړاندې یوازینۍ ننګونه د قرغېزستان له لارې د توکو لېږد دی، چې اوس مهال ډېر هیله منوونکی نه دی. که څه هم د دوشنبې او بشکیک ترمنځ ترینګلتیاوې کمې شوې، خو پای ته نه دی رسېدلی او د تاجکستان او قرغېزستان ترمنځ سوداګریزې او اکمالاتي لارې لا هم تړلې دي.
په یوې ټولیزې څېړنه کې کتل کیدای شي، چې د روسیې او اوکراین د جګړې له پېلېدو راهیسې د منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ اړیکې او سیمه ییزه همغږي د رامنځته کېدو او پیاوړتیا په حال کې ده. دا هیوادونه چې د روسیې متحدین دي، هر څومره چې ممکنه وي هڅه کوي چې د اوکراین په مسأله کې بې پرې دریځ ولري او له مسکو سره د خپلو اړیکو په ساتلو سره، له لویدیځ سره هم خپلې اړیکې خرابې نه کړي او بندیزونه پرې ونه لګیږي
په منځنۍ اسیا کې سیمه ییزه همغږي یوه بیړنۍ اړتیا ده چې ورځ په ورځ نوی اهمیت پیدا کوي. نړیوال او سیمه ییز وضعیت د دې غوښتنه کوي چې د منځنۍ آسیا د سیمې هیوادونه باید خپلمنځۍ همکارۍ زیاتې کړي ترڅو له شته ظرفیتونو ښه ګټه پورته کړي.د يادونې وړ ده، چې دغو هېوادونو ته د شوروي له وخته مهم ټرانسپورتي بنسټونه او د پولې پورې غاړې سړکونه په ميراث پاتې دي، چې د سوداګرۍ او وارداتو او صادراتو په پراختيا کې يې مهم رول لري. له بلې خوا، ډیری دغه هېوادونه د تګ راتګ په برخه کې د وېزې سیستم نه لري او په دې وروستیو کې قرغېزستان او ازبکستان موافقه کړې چې خپلو وګړو ته د پېژندپاڼې له لارې د سفر لاره هواره کړي. ښايي دا کار د سیمې د نورو هیوادونو ترمنځ هم تجربه شي.
د منځنۍ اسیا هېوادونه په اوکراین کې د جګړې د راتلونکې په اړه ډېر اندېښمن دي. که روسیه دا جګړه وګټي، د پخواني شوروي د هیوادونو په یوځای کیدو سره د یوې لویې روسیې د رامنځ ته کیدو امکان شته، کنه نو د ناکامۍ سناریو او په څو هیوادونو د روسیې وېش له امکانه لېرې نه دی. په دواړو حالاتو کې د منځنۍ اسیا هېوادونه دې نتیجې ته رسېدلي چې سیمه ییزه همغږي او انسجام د ټولو په ګټه دی او د اوکراین د جګړې له مثبتو او منفي پایلو سره په مقابله کې یې مرسته کوي