د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي، په تازه څرګندونو کې خبر ورکړی چې هېواد یې سولې ته نږدې شوی دی.
زیلینسکي دغه څرګندونې نن شنبه (د مې په ۲۰ مه) د نړۍ د ۷ بډایه هېوادونو د مشرانو په غونډه کې له ګډون وروسته، پخپله ټویټرپاڼه کړي.
د اوکراین ولسمشر ویلي چې په جاپان کې یې د جي ۷ هېوادونو د مشرانو په غونډه کې له خپلو شریکانو او ملګرو سره، مهمې ناستې درلودې.
ولادیمیر زیلینسکي زیاته کړه: «زموږ د بري لپاره د امنیت او همکاري په زیاتېدلو سره به، نن سوله لاهم را نېږدې شي!»
رویټرز له دې مخکې د اوو بډایه هېوادونو ډلې، د مشرانو د وروستۍ اعلامیې د مسودې په حواله، راپور ورکړی و چې د دغې ډلې، په درې ورځنۍ غونډه کې، پر روسیې د بندیزونو د سختولو په اړه موافقه شوې ده.
له بلې خوا د اوکراين ولسمشر، د سعودي عربستان په جده ښار کې، د عربي ټولنې په سرمشريزه کې له ګډون وروسته، ددغو هېوادونو پر مشرانو نيوکه وکړه چې پر اوکراین يې د روسيې پر يرغل سترګې پټې کړې دي.
نوموړی د عربي ټولنې د مشرانو له غونډې وروسته، د نړۍ د ۷بډایه هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د ګډون په موخه، جاپان ته ولاړ.