۸صبح، پروان: خبرې سرچینې وایي، چې پروان کې د طالبانو استخبارات د دغه ولایت په پوهنتون کې د پنجشېري زده کړیالانو د پېژندلو او نیولو په لټه کې دي.
دوو باوري سرچینو شنبه د وږي پر نولسمه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې له څو میاشتو راهیسې طالبانو د پروان په پوهنتون کې نهه تنه پنجشېري محصلین نیولي دي.
د سرچینو په وینا، د طالبانو استخباراتو دغه کسان له شخصي لیلیو او ان په ځینو مواردو کې د پروان پوهنتون له دولتي لیلیې هم نیولي دي.
سرچینې زیاتوي، چې طالبانو دغه کسان له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي او له یوې مودې وروسته یې بېرته خوشي کړي دي.
سرچینې همداراز زیاتوي، چې د طالبانو اړوند یو شمېر کسان، چې په پروان پوهنتون کې زده کړیالان هم دي له وسلو سره د محصلینو شخصي لیلیو ته ورځي.
د پروان د دولتي پوهنتون مسوولانو او طالبانو د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده، چې دا د طالبانو له خوا د پنجشېر د اوسېدونکو د نیولو لومړۍ پېښه نه ده.
دغې ډلې موده مخکې هم د پنجشېر یو سیمه ییز سندرغاړی په هرات کې نیولی و.
د سرچینو په وینا، دغه ځایي سندرغاړی داسې مهال د طالبانو له خوا نیول شوی، چې له ایران څخه ایستل شوی و.