۸صبح، پکتیا: سیمهییزې سرچینې وايي چې طالبانو په پکتیا کې د خپل یو پخواني جنګیالي د قتل په تور یو ځوان هلک «اعدام» کړ.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې طالبانو دا ځوان چهارشنبه د لړم پر ۲۳مه د دغه ولایت مرکز ګردېز ښار په یو ورزشي لوبغالي کې «اعدام» کړی دی.
د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، اعدام شوی ځوان ایاز نومېده او د حبیبالله په نوم د طالبانو د یو جنګیالي پر وژنې تورن و.
د طالبانو نوموړی جنګیالی د میرزاکې ولسوالۍ د «کړکین خولې» کلي اوسېدونکی و.
د طالبانو د دې پخواني غړي د کورنۍ د ادعا پر بنسټ، ایاز حبیبالله د جمهوري نظام پرمهال وژلی و.
طالبانو د حبيبالله کورنۍ له خوا د شکايت له ثبت وروسته د اياز د «اعدام» حکم صادر کړی و.
ورته مهال، سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا طالب جنګیالی له یوې ښځې سره د نامشروع اړیکې له کبله وژل شوی و.
د اعدام شوي ځوان کورنۍ وايي چې طالبانو د خپل پخواني جنګیالي د کورنۍ په غوښتنه ایاز اعدام کړ.
دا په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو له خوا د اعدام شپږم حکم دی چې عملي کېږي.
تېره ورځ په پکتیا کې د طالبانو والي ولس ته بلنه ورکړي چې ورشي او دا اعدام له نږدې وګوري.





