۸صبح، کابل: د طالبانو ستره محکمه وايي چې دوه کسان په پکتیکا او کندوز ولایتونو کې د نامشروع اړیکې او «غلا» په تور په دُرو وهل شوي دي.
دغې محکمې سهشنبه د سلواغې پر ۹مه په یوې خبرپاڼه کې زیاته کړې یو کس یې د پکتیکا په خوشامند ولسوالۍ کې د نامشروع اړیکې په تور په دُرو وهلی دی.
د خبرپاڼې پر بنسټ، دا کس په شپږ کاله بند او ۳۹ دُرو محکوم شوی دی.
همداراز، طالبانو زیاته کړې چې دغې ډلې د کندوز په علياباد ولسوالۍ کې یو بل کس د «غلا» په تور په یو کال بند او ۳۹ دُرو محکوم کړی دی.
دغې ډلې درې ورځې مخکې په پروان ولایت کې هم دوه کسان په دُرو وهلي وو.
د یادونې ده چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته خپلو صحرايي محاکمو ته دوام ورکړی دی.
د طالبانو دا کړنې تل د بشري حقونو نړیوالو ادارو له خوا غندل شوې دي.





